د لاس رسي وړ اتصالات

وحید عمر: نور به لوړ مقامونه آزاد رقابت ته ایښودل کیږي


وحید عمر: نور به لوړ مقامونه آزاد رقابت ته ایښودل کیږي
وحید عمر: نور به لوړ مقامونه آزاد رقابت ته ایښودل کیږي

د جمهور رئیس حامد کرزي ویاند وحید عمر وايي تېره ورځ د کابېنې په غونډه کې پرېکړه شوې چې له دې وروسته به په وزارتونو کې د مرستیالانو، ریسانو او لوړ پوړو چارواکو ګمارنه د ازاد رقابت له لارې ترسره کيږي او هغه دود له منځه ځي چې جمهور ریس او وزیرانو به په خپله مستقیما لوړ پوړي چارواکي په پوسټونو ګمارل.

هغه دا ګام د ملکي ادارې د پیاوړي کولو لپاره مهم او د تقررۍ د سیاسي کېدو نه د وتلو لپاره یې اړین وباله.

وحید عمر وویل له دې وروسته به د اداري اصلاحاتو کمیسیون دا چاره په غاړه ولري.

بل لورته د کرزي ویاند د اسامه ابن لادن د پټنځای په اړه د ناټو د یوه چارواکي د څرګندونو په هکله وویل چې دا د افغان حکومت لپاره کومه مهمه او د تعجب خبره نده او په همدې سیمه کې داسې یو مصؤن ځای شته چې اسامه ابن لادن او د هغه د القاعدې یاران پکې پټ وي.

هغه وویل و به لیدل شي چې د دې څرګندونو په اړه څه اقدام کیږي.

د کرزي ویاند د ملا برادر اخند د خوشې کېدو مسئله یوازې د رسنیو شایعه وبلله وې ویل چې کوم رسمي معلومات ندي ورکړل شوي.

هغه په واشنګټن کې د پخواني سفیر طیب جواد هغه انتقادونه چې پر حکومت یې کړي وو په کلکه رد کړل وې ویل نوموړي دا څرګندونې هغه مهال چې په سفارت کې وو ولې نه کولې.

XS
SM
MD
LG