د لاس رسي وړ اتصالات

وحیدعمر له طالبانو سره د سولې پر هلو ځلو وغږېد


وحیدعمر له طالبانو سره د سولې پر هلو ځلو وغږېد
وحیدعمر له طالبانو سره د سولې پر هلو ځلو وغږېد

د جمهور رئیس ویاند وحید عمر رسنیو سره د طالبانو د مذاکرې په اړوند د امریکا د جمهور رئیس له لورې د شرطونو یادونه تائید کړه او ویې ویل دا هغه ټکي دي چې د افغانستان دولت یې تل یادوي.

خو ویاند وویل د حقاني له ډلې سره په هغه صورت کې خبرې کوي چې د القاعدې له شبکې سره خپلې اړیکې پرې کړي.

د وحید عمر په وینا افغانستان د خپلو گاونډیو په ځانگړې توگه د پاکستان پرته نشی کولې دایمی سولې ته لاس ورسوي.

ښاغلي عمر وویل په مالدیو هیواد کې جوړه شوی غونډه د افغان حکومت په نظر یوه بی نتیجې ناسته ده.

هغه وویل داسی غونډې چې د نړئ په تفریحي ځایونو کې جوړیږي د حکومت استازي به پکې گډون ونه کړي ځکه د مخه پوهیږو چې بی نتیجې به وي.

وحید عمر په ننني خبري ناسته کې د لویې څارنوالۍ او د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ترمنځ د رایو د بیا ځلي څیړنو د جنجال په اړوند وویل هرکله چې که ټاکنې د ټولنې د نفاق او بی ثباتئ سبب وگرځي نو جمهور رئیس به مداخله وکړي په غیر له دې دواړه ادارې به خپلواکه عمل کوي.

XS
SM
MD
LG