د لاس رسي وړ اتصالات

د احمد ولي کرزي مړینه د کرزي لپاره ستره سیاسي ضربه


د احمد ولي کرزي مړینه د کرزي لپاره ستره سیاسي ضربه
د احمد ولي کرزي مړینه د کرزي لپاره ستره سیاسي ضربه

د ولسمشر حامد کرزي د ناسکه ورور احمد ولي کرزي په وژلو سره د افغانستان د سیاست د صحنې نه یوه قدرت لرونکي څیره لیرې شوه.

احمد ولي کرزی د کندهار په ولایت کې چې د حکومت د مخالفینو قوي مرکز ګڼل کیږي، تر ټولو د زیات قدرت او نفوذ خاوند ؤ. د امریکا غږ خبریال ګیري تامس پخپل رپوټ کې وایي چې د هغه وژل کیدل د ولسمشر حامد کرزي لپاره د کندهار په ولایت کې یوه ستره ضربه ده.

که څه هم چې احمد ولي کرزی د کندهار د ولایتي شورا رئیس ؤ خو په سیمې کې د هغه قدرت او نفوذ پخپله د والي نه هم زیات ؤ. احمد ولي کرزي د کندهار په ولایت کې د خپل ځان او همدارنګه ولسمشر حامد کرزي لپاره په سیاسي او اقتصادي لحاظ نفوذ درلود.

په افغانستان کې د ناټو تر ټولو جګپوړی استازی سمان ګاس وایي چې د احمد ولي کرزي وژل کیدل د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي شخصي او سیاسي ضربه ده.

" یقیناً چې احمد ولي کرزی په سیاسي لحاظ د کندهار په ولایت کې زیات نفوذ او قدرت درولود. هغه د ولمسمشر وررو ؤ نو پدې کې شک نشته چې د هغه وژل کیدل په شخصي لحاظ د حامد کرزي لپاره یوه ستره ضربه ده. په سیاسي لحاظ به د هغه د وژل کیدو له وجې په کندهار کې خلا پیدا شي خو ولسمشر کرزی د کندهار په ښار کې زیات ملاتړ لري او یوازې احمد ولي کرزی نه ؤ. "

د امریکا د وار کالج په پوځي پوهنتون کې د چارو کارپوه لیري ګوډسن وایي چې د احمد ولي په وژل کیدو سره ولسمشر حامد کرزي یو نږدې ملګری له لاسه ورکړ. داسې یو ملګری چې د هغه لپاره یې په انتخاباتو کې د رایو په جلب کولو او همدارنګه د پښتنو په هڅولو کې مرسته کوله.

" دا مهمه نده چې د احمد ولي کرزي کړنې ښې وې که بدې خو هغه دا توان درلود چې د افغانستان په جنوبي سیمو کې د ولسمشر کرزي لپاره زیات ملاتړ پیدا کاندي او دی کار د کرزي لپاره زیات اهمیت درولود خو اوس د ولي کرزي تر وژل کیدو وروسته دا ملاتړ هم له منځه ولاړ. "

ځیني کارپوهان بیا پدې باور دي چې د احمد ولي کرزي په وژل کیدو سره د ولسمشر کرزي لپاره سرخوږی کم شو او اوس به ښاغلی کرزی د خپل ناسکه ورور د ځینو کړنو په اړه د بهرنیو هیوادونو د دیپلوماتانو د شکایتونو او پوښتنو نه خلاص شي.

ځینو دغو دیپلوماتانو په افغانستان کې د فساد نمونه او مثال احمد ولي کرزی ورکاوه. د امریکا یو پخوانی چارواکی چې د افغانستان د چارو په اړه زیات مالومات لري او نه یې غوښتل چې خپل نوم واخلي وایي دا خبره به سمه وي که نه خو په افغانستان کې ټول خلک پدې باور دي چې د هغه په قول احمد ولي کرزی یو مجرم، د مخدره موادو قاچاقبر، غل او بدماش شخصیت ؤ. په هغه باندې دا تور هم دی چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې لخوا ورته تنخوا ورکول کیدله، خپله شخصي محمکه یې درولودله، په اداري فساد کې ککړ ؤ او د مخدره موادو تجارت کاوه. خو احمد ولي کرزي دغه ټول تورونه رد کړي ؤ.

XS
SM
MD
LG