د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په وردګو کې د ناټو پر پوستې برید کړی، سل تنه زخمیان دي


طالبانو په وردګو کې د ناټو پر پوستې برید کړی، سل تنه زخمیان دي
طالبانو په وردګو کې د ناټو پر پوستې برید کړی، سل تنه زخمیان دي

د ناټو قواووې وايي چې د طالبانو یو ځانمرګه برید کونکي د ایتلافي قواوو پر یوې پوستې باندي برید کړی دی او په لړ کې یې دوه ملکي افغانان وژل شوي دي.

ایتلافي قواوو د یکشنبې په ورځ وویل چې په دې چاودنه کې ۷۷ د ناټو پرسونل او ۲۵ ملکي افغانان سر بیرن ټپي شوي دي.

دغه چاودنه پر امریکا باندې د سپتمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي حملو د لسمې کلیزې سره سمون خوري. طالبانو ددغې حملې مسولیت په غاړه اخیستی دی.

ایتلافي قواوو وویلی دي چې یو لارۍ موټر د وردګو په ولایت کې د سید آباد د جنګي پوستې د دروازې سره وچاودید. دوی وايي چې د پوستې محافظتي دیوالونو د چاودنې له آمله د زیات زیان د رامنځته کېدو مخنیوی کړی دی.

دا حمله وروسته له هغه وشوه چې طالبانو وویل چې د سپټمبر د یوولسمې نېټې د حملو وروسته پر افغانستان باندې د امریکا په مشرﺉ د ایتلاف یرغل به د لویدیځ دیموکراسۍ پر مخ یو تل پاتی داغ وي.

طالبانو پر امریکا باندې تور ولګوی چې ددغو حملو نه یې د بهانې په ډول کار واخیست چې بې ګناه مسلمانان شهیدان کړي.

XS
SM
MD
LG