د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په بدخشان کې د وردوج ولسوالۍ نیولې ده


طالبانو د دې کال په سر کې هم د بدخشان د وردوج ولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات ترسره کړي وو
طالبانو د دې کال په سر کې هم د بدخشان د وردوج ولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات ترسره کړي وو

د بدخشان د ولایت سرپرست داکټر شاولي شاه ادیب امریکا غږ ته وویل چې تیره ورځ په سلګونو طالب وسله والو د وردوج په ولسوالۍ پراخه بریدونه ترسره کړل چې له امله یې دا ولسوالۍ د افغان امنیتي ځواکونو له لاسه ووته.

ښاغلي ادیب وویل " تیره شپه د وردوج ولسوالۍ سقوط وکړ، زمونو ځواکونه لس کیلومتره شا ته شوي دي، هڅه کوو چې بیا دا ولسوالۍ په خپل کنټرول کې راولو".

د بدخشان د ولایت سرپرست وویل چې د وردوج ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره هوایي ملاټړ ته اړتیا لري نو ځکه یې تراوسه لا عملیات پیل کړي نه دي.

تیرماښام د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي، د جمهوررئیس غني سره یو ګډ خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د بدخشان ولایت د وردوج په ولسوالۍ باندې د مخالفو وسله والو له خوا فشار زیات شوی دی.

خو د دفاع وزارت سرپرست وویل چې د وردوج ولسوالۍ لپاره هم تدابیر نیول شوي دي.

طالبانو د سږکال په پسرلي کې هم د وردوج د ولسوالۍ د نیولو أباره پراخه عملیات کړې وو، چې په ترڅ کې شپاړس افغان پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

طالبانو د وردج د ولسوالۍ سربیره د بدخشان په ګاونډ کې د تخار ولایت د خواجه غار په ولسوالۍ اوهم د بغلان ولایت د تاله او برفک او بورکه په ولسوالیو تیره ورځ پراخه عملیات کړي وو چې د افغان امنیتي چارواکو د وینا له مخې پر دغو دریو ولسوالیو د طالبانو برید بیرته په شا وتمبول شوي دي.

XS
SM
MD
LG