د لاس رسي وړ اتصالات

وزیري کډوال د ځان بایمیتریک پیژندنه نه غواړي


وزيرستاني کډوال وایي زياتره کورنۍ د خوراکي موادو له پلوه له ناورين سره مخ دي.
وزيرستاني کډوال وایي زياتره کورنۍ د خوراکي موادو له پلوه له ناورين سره مخ دي.

له تېرو دريو ورځو راهيسې سلګونه وزيرستاني کډوال د خوست ولايت په ګربزو ولسوالۍ د ګلان کمپ په شمالي څنډه کې د اعتراض په توګه راټولېږي، په اتڼ او ډول وهلو سره بېړنۍ مرستې غواړي.

اعتراض کوونکي کډوال د مرستو پر کموالي د انتقاد ترڅنګ وايي، چې د مرستو وېش د بای مټريک سيستم له لارې نه غواړي. اندېښنه يې داده، چې پاکستان ته د تګ پرمهال ستونزې ورته جوړېږي.

خو د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ وایي، چې د بای مټريک سيستم د مرستو د وېش په انډول کې له مسوولينو سره ډېره مرسته کوي. د هغه په وينا ددې سيستم په نتيجه کې يوه کورنۍ نشي کولی، په درغلۍ څوځله مرسته ترلاسه کړي.

دوی له همدې کبله د اعتراض په ډول د کمپ دننه ښوونځي تړلي او له روغتيايي مرکز څخه ګته نه اخلي. دغه راز ګواښ کوي، چې که غوښتنې يې ونه منل شي، د پوليو ضد واکسين کمپاين ته هم اجازه نه ورکوي.

کډوال ادعا لري، چې له نړيوالو مرستندويه ادارو په ځانګړي ډول د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ څخه د دوی په نامه په خوراکي او غيرخوراکي مرستو کې درغلۍ کېږي.

یو کډوال سليم خان داوړ وایي ” بای مټريک سيستم دې ختم کړل شي، موږ ته هيڅ د منلو وړ ندی. په خوراکي موادو کې اوړه دې سل کيلو ګرامه کړل شي. غوړي دې لس کيلو شي او دال دې اووه کيلوګرامه کړل شي ‟.

ښاغلي ځدراڼ امريکاغږ ته وويل، چې د کډوالو مشکلات يې مخکې له مخکې څېړلې ”په نړيواله کچه د مهاجرتونو لړۍ ډېره پراخه شوې. پرهمدې اساس يو، اېن، اېچ، سي، ار استدلال کوي، چې د پخوا په څېر د نړۍ ټولو مهاجرينو ته رسيده ګي نشي کولای، خو موږ خپلې هڅې جاري ساتو، چې وزيرستاني کډوالو ته د مرسته کوونکو ادارو پام راواړوو‟.

په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو د عملياتو په نتيجه کې له دغې سيمې لسګونه زره کورنۍ بې ځايه شوې. شاوخوا ۳۰ زره کورنيو د افغانستان خوست ولايت ته پناه راوړه.

له دې جملې زياتره هغه يې د ولايت په مختلفو سيمو کې په کرايې کورونو کې اوسېږي، خو څه باندې ۱۰ زره کورنۍ په ګلان کمپ کې په خيمو او له خامو خښتو څخه په جوړو شويو کوډلو کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG