د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک د افغانستان د ښوونې او روزنې د پراختیا لپاره مرسته وکړه


نړیوال بانک د افغانستان د ښوونې او روزنې د پراختیا لپاره مرسته وکړه
نړیوال بانک د افغانستان د ښوونې او روزنې د پراختیا لپاره مرسته وکړه

نړیوال بانک د افغانستان د ښوونې او روزنې پراختیايي پروګرام سره د پنځوس ملیونو ډالرو مرسته وکړه.

نن د افغانستان د ماليي وزیر حضرت عمر زاخیلوال او د نړیوال بانک رئیس دغه تړون پدې هدف لاسلیک کړ چې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په کیفیت کې ښه والی راشي او لمړنیو تعلیماتو ته نجونې او هلکان په متوازنه توګه لاس رسی ولري. حضرت عمر زاخیلوال د مرسته شوو پیسو په لګښت خبرې وکړې.

بل خوا، د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي وايي پاکستان منلې چې د اپټا د موافقتنامې هغه احکام به د دوو میاشتو لپاره ځنډوي چې ګمان کیږي ستونزه لري .

د سوداګرۍ وزیر وویل تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضاء ګیلاني امر کړی چې د یوی اونۍ دننه به ټول هغه کانټینرونه چې دا مهال په کراچۍ کې بند پاتې دي پرته له بېمې یې خوشې کړي.هغه زیاته کړه چې دا مهال په کراچۍ کې د افغان سوداګرو دوه زره کانټینره مالونه بند دي او په خوشې کېدو به یې په افغانستان کې په بییو کې توپیر راشي.

د سوداګرۍ وزیر واېي لا هم د اپټا د تړون د عملي کیدو لپاره د پاکستان سره له مذاکرو او ښو اړیکو پرته بله کومه لاره نه لري.

XS
SM
MD
LG