د لاس رسي وړ اتصالات

په ارجنتاین کې سقط جنین قانوني شو 


د ارجنتاین د کاتولیک کلیسا د سخت مخالفت سره سره د هغه هیواد د سنا مجلس د جنین د اختیاري سقط قانوني کول تصویب کړل.

ارجنتایني سناتورانو د تیرې شپې د سختې او اوږدې مناظرې وروسته د چهارشنبې د سهار شاوخوا څلور بجې دسمبر ۳۰ (مرغومي ۱۰) په ۳۸ موافقو او ۲۹ مخالفو رایو او یوې ممتنع رایه سره د حکومت وړاندیز ومانه چې د امیندوارۍ تر ۱۴ هفتې پورې سقط جنین ته قانونیت ورکوي.

د ارجنتاین د استازو مجلس تر دې دمخه د حکومت دغه وړاندیز منلی او تصویب کړی و.

د سنا د تصمیم له اعلانیدو وروسته په خوښه د جنین د سقط په زرګونو پلویانو په خوښۍ شنه بیرغونه ورپول چې د دوی د کمپاین نښه وه.

د ارجنتاین د جمهور رئیس حقوقي سلاکارې ویلما ایربارا، چې ددغه قانون مسوده یې برابره کړې خبریالانو ته وویل: "دغه مبارزه د کلونو راهیسې روانه وه او زیات شمیر ښځو ژوند له لاسه ورکړ. نور به هیڅکله یوه ښځه په پټه د سقط جنین په وجه مړه نشي."

د ارجنتاین جمهور رئیس البرتو فرناندز، هم ددغې مسلې په غبرګون کې وویل: "مصوون، مشروع او په ازاده توګه سقط، په قانون واوښت. نن ورځ مونږ یوه مخکښه ټولنه یو چې د ښځو حقونه په کې پراخ شوي او عامه روغتیا تضمین شوې ده."

له بلې خوا ددغه قانون په زرګونو مخالفینو هم د چهارشنبې په ورځ د بونیس آیریس لارو کوڅو ته وتلي وو او د پارلمان د تصمیم سره یې خپل مخالفت په ډاکه کړ.

د سقط جنین د قانوني کیدو یوې مخالفې سارا دی اویلانیدا، د ارجنتاین کلارین ورځپاڼې ته ویلي: "پدغه قانون کې زمونږ غږ ندی اوریدل شوی...مونږ څرګند نه یو...دغه قانون د اساسي قانون مطابق ندی او پلي کیدل به یې اسان نه وي."

له دې دمخه په ارجنتاین کې سقط جنین په هغه صورت کې مجاز و چې د امیندوارۍ دوام د مور روغتیا ته جدي ګواښ متوجه کاوه او یا هم امیندواري د جنسي تجاوز ثمره وه.

د ارجنتاین د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې د ۱۹۸۳ نه تر ۲۰۱۸ پورې پدې هیواد کې څه دپاسه ۳۰۰۰ ښخې د غیر قانوني او په پټه توګه د جنین د سقط کولو په وجه مړې شوې دي.

کاتولیکه کلیسا د لاتینې امریکا د هیوادونو په ځانګړې توګه د ارجنتاین په فرهنګي او سیاسي مسایلو کې سخت نفوذ لري. دغه کلیسا د سقط جنین سره مخالفه ده او هغه د ژوند د حق نقض کیدل ګڼي.

له دې دمخه په خوښه سقط جنین په لاتینه امریکا کې یواځې په کیوبا، یوروګوای او د مکسیکو په ځينو برخو کې قانوني و او اوس ارجنتاین هم پدغه لست کې شامل شو.

XS
SM
MD
LG