د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان له دولس کلنې جگړې نه مو څه زده کړل؟


دآسترالېا عسکر په افغانستان کې
دآسترالېا عسکر په افغانستان کې

د آسترالېا ورځپاڼې (The Age) داکتوبر په دېرشمه دافغانستان په اړه تبصرې کړې او پوښتنه يې کړېده چې موږ دافغانستان له جگړې نه څه زده کړل؟

د برتانېې ورځپاڼه گارډېن لېکی چې د آسترالېاصدراعظم ټوني اېبېټ په افغانستان کې ددغه هېواد دجگړې پای اعلان کړ. هغه افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ چې خپل عسکر هلته وگوري. هغه وویل چې په اورزگان کې ددوی دعسکرو موجودېت په هغه قېمت ارزېده چې دوی په دې تېرو څوکلونو کې ورکړېدی.

د آسترالېاصدراعظم ټوني اېبېټ په هغو خاصو مراسمو کې دعسکرودقربانېو ددرناوي لپاره ېې جوړ کړی وویل چې زموږ څلوېښ تنه بهترېن عسکر قرباني شول خو داقېمت په دې ارزېده اوموږ ډېرگران تعهد کړی و. موږ دهغوی په غم غمجن ېواو دقربانېو درناوی ېې کوو.

ټوني اېبېټ له افغانستان نه دخپلو عسکرو وتل له خوږو او ترخو سره ورته وگڼل. هغه ووېل دوتلو بهېر ځکه خوږ دی چې دآسترالېاډېرې کورنۍ به په دې کرېسمس، اختر کې دعسکرو په ورستنېدوسره خپل او خپلوان ووېني. خو داېوترېخ حقېقت ا وبهېرهم دی، ځکه چې دآسترالېاېوشمېر کورنۍ به خپل زامن ونه وېني او افغانستان لاتراوسه پورې هم ېوخطرناک ځای دی که څه هم ډېرڅه ورته وشول.

ټوني اېبېټ د جگړې په باب وویل: په افغانستان کې، داسترالېا ډېره اوږده جگړه پاېته رسېږي، خو په کامېابۍ نه؛ مگر داجگړه په شکست هم پای ته نه رسېږي، بلکه په دې هېله ېې پاېته رسوو چی په افغانستان کې زموږ حضور ددې هېواد دآېنده لپاره گټورو."

ښاغلي آبېټ ووېل داسترالېا عسکرو په افغانستان کې د200 ښوونځېوپه جوړولو کې مرسته وکړله؛ پردې سربېره هغوی روغتېايي کتنځاېونه، جوړ کړي دي او د سړکونو په بېرته رغونه کې ېې هم برخه اخېستې ده.

گارډېن په پای کې لېکی چې داسترالېا دعسکرو داېمی اډه له 2005 م کال راهېسی په اورزگان کې وه، خو دهغوی شل زره عسکر دافغانستان په نورو برخو کې هم ددې جگړې له پېل راهېسې موجود وو.

د آسترالېا ېوې ورځپاڼې ( The Age ) د چارشنبی په ورځ داکتوبر په دېرشمه دافغانستان په دولس کلنه جگړه باندې د تبصرې په لړکې پوښتنه کړېده چې موږ دافغانستان له جگړې نه په دې تېرو دولس کلونو کې څه زده کړل.

آسترالېا دنورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې خپل نظامي مامورېت عامو خلکو ته توضیح او ارزیابي نه کړ. خو اوس ددې وخت رارسېدلی دی چې موږ په دې برخه کې چی دا جگړه مو په څه ډول وکړله ډېرې کلکې پوښتنې مطرح کړو، ځکه چی له جگړې نه زده کړه هغه وخت پېل کېږی چې جگړه پاېته ورسېږي. که څه هم دآسترالېا دولس کلنه جگړه په افغانستان کې پاېته رسېږي، خو په دې کې به لاتراوسه پورې هم غټې پوښتنې موجودې وي چې پکارده هغو ته ځواب ووېل شي.

ورځپاڼه لېکی چې دآسترالېا ډېرمهم هدف په دې تېره لسېزه کې داو چې له خپل متحد هېواد ېعنی دامرېکا له متحده اېالاتو سره مرسته وکړي چې د ترهگرۍ دهغه خطر مخه ونېسي چې له افغانستان څخه راټوکېدلی دی. د جگړې په دوران کې داسترالېا پوځونو ته سخت مامورېتونه ورسپارل کېدل.

( THE AGE ) ورځپاڼه لېکی چې په 2001 م کال کې دافغانستان مامورېت ډېرساده ا و واضح و، القاعده ته ماتې ورکړئ او طالبان له قدرت نه وغورزوئ.

څلور کاله وروسته چې دآسترالېا قواوې کندهار ا وهېلمند ته ولېږل شولې هغوی ته وویل شول چې داېتلاف دقواوپه عملېاتو کې له هغوی سره مرسته وکړی.

ددغو قواو وروستی مامورېت په ترېن کوټ کې په 2009 م کال کې داو چې دافغانستان ملی پوځ ته روزنه ورکړي چې د آسترالېا دقواو ځای ونېسي.

ورځپاڼه لېکی چې په دې لړکې دا پوښتنې کېدلی ‍شي چې ولی آسترالېاېان هغه هېوادته د جگړې لپاره ولاړل چې دامپراطورېو هدېره بلل کېږي. داپوښتنه سمه نده، ځکه طالبانو دنړۍ له ډېروهېوادونو ته ترهگرانو ته پاسپورتونه ورکول چې افغانستان ته ولاړشی.
بله پوښتنه داده چې اېا دا اوسی وخت درست دی چې له افغانستان نه ووزو؟ خو داهم ورانه پوښتنه ده. ځکه چې دامرېکا قواوې له افغانستان څخه وزي، نو ځکه داسترالېا قواوې هم وزي.

ورځپاڼه لېکی چې دافېصله په واشنگټن کې شوېده نه په آسترالېا کې.اصلي خبره داده چې داسترالېا خپله پالېسي هروخت په دې جگړه کې د زړه نازړه اوپه تردد پربنسټ ولاړه وه او اکثره وخت به متناقضه هم وه. ځکه دآسترالېا لپاره داډېره گرانه وه چې دناټو او امرېکا ددفاع وزارت په موجودېت کې خپله ستراتېژي وټاکلی شي. په دې توگه دآسترالېا عسکر په افغانستان کې په تاکتېک باندې ډېرمتمرکز وو نسبت دېته چې خپله ستراتېژي ولري.

په دې ترڅ کې ېوه ډېره مهمه پوښتنه داهم ده چې اېا داجگړه موږ تردې نه په مختلف ډول کولی شوله ؟

ورځپاڼه په پاې کې لېکی چې ددې مساېلو روښانتېا ډېرو څېړنو ته اړتېا لري. دآسترالېا د عسکرو زېاته برخه به په راتلونکېو څومېاشتوکې له افغانستان څخه راووزي او ېوازې څلورسوه عسکر به پاتی شي. دهغوی راتلونکی نقش به په افغانستان کې دافغان قواو د روزنکېو او سلاکارانو نقش وي.
XS
SM
MD
LG