آسیايي هېوادونو ته د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له سفر وروسته، د ولسمشر پر لور او سلاکارې، اېوانکا ټرمپ نیوکې او ملنډې زیاتې شوي دي.
اکثره خلک په لویو مجالسو کې د ایوانکا ټرمپ د پام وړ حضور له امله اندېښنه لري او پر سپېنې ماڼۍ د خپلوي پالنې تور لګوي.
ځېنې پدې باور دي چې ولسمشر ټرمپ ښايي خپلې لور ته په راتلونکي کې د لوړ مقام د ورکولو هڅه کوي.
جمهور رئیس ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د خپلوي د پاللو ضد قانون سره په ټکر کې کله چې ایوانکا ټرمپ او د هغې خاوند جیراد کوشنر د سلاکارانو په توګه وټاکل په دې تورن شو چې گواکې حکومت د خپل شخصي تجارت په شان چلوي.
دا قانون په ۱۹۶۷ میلادي کال کې هغه وخت منظور شو چې پخواني جمهور رئیس جان اف کینیډي خپل ورور روبرټ د لوی څارنوال په توګه معرفي کړی و.
په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا د عدلیې وزارت یوه قاضي یوه نظریه وړاندې کړه او ویې ویل جمهور رئیس د خپلوۍ پاللو ضد قانون څخه په استثنا د سپیني ماڼۍ لپاره د ګمارنو ځانګړی صلاحیت لري.
په هیوسټن کې د تګزاس پوهنتون څخه شنن بو اوبراین وايي:" هغه د قوم پرستي له امله په روښانه د سزا مستحقه ګڼل کیدای شي خو په اړه یې اندیښنه نلري. آیا هغه د امریکا د لوړو ګټو نماینده ګي کوي او یا هم د خپلې کورنۍ د تجارت، د ټرمپ د شرکت او یا هم خپل ځان؟"
اوانکا ټرمپ د میرمنو د نیکمرغي او پراختیا د نړیوالې پروژې په شان پروژو ملاتړ کوي.
میرمن ټرمپ وايي: " دا یو فرصت دی چې تاسې د میرمنو وړتیاوي لوړوئ، دوی څنګه د خپلو کورنیو او ټولنې ملاتړ کوي او د ټول هیواد د نیکمرغۍ سبب ګرځي. "
یو شمیر کارپوهان وايي امریکایان ممکن په حکومت کې کورنۍ وشي منلی خو که وړتیا یې ولري.