د لاس رسي وړ اتصالات

ویکي لیکس د عراق د جګړې څلور سوه زره اسناد افشا کړیدي


ویکي لیکس د عراق د جګړې څلور سوه زره اسناد افشا کړیدي
ویکي لیکس د عراق د جګړې څلور سوه زره اسناد افشا کړیدي

د ویکي لیکس د ویب پاڼې چارواکو نن د شنبې په ورځ د عراق د جګړې په اړه د امریکا د اردو د تقریبا څلور سوه زرو پټو او سري اسنادو د خپرولو دفاع کړې ده.

په دغو اسنادو کي د ملکي خلکو د وژلو، د بندیانو سره د ناوړه سلوک او د ایران د اعمالو په باب نوي معلومات افشا شوي دي.

د ویکي لیکس مؤسس ( جولیان اسېنج ) وویل چي دغو اسنادو د عراق د جګړې په باب حقایق افشا کړي دي.

( اسېنج ) په لندن کي په یوه خبري کنفرانس کي وویل چي په دغو اسنادو کي چي د جګړو د میدانونو د رپوټونو نه ترتیب شوي دي، د چا نوم نه دی ذکر شوی او نه داسي اطلاعات په کي راغلي چي کومي ډلي یا انفرادي اشخاصو ته دي تاوان ورسوي.

مخکي دامریکا اردوددغو اسنادو افشا کول وغندل او ویې ویل چي هغه به د امریکایي عسکرو او د هغوي د عراقي ملګرو ژوند د خطر سره مخامخ کړي.

په دې اسنادو کي دا افشا شوي چی د ٢٠٠٣ کال د مارچ د میاشتي او د تیرکال د وروستۍ میاشتي ترمنځ موده کي د عراق د جګړې په اړه څه د پاسه ١٠٩ سوه زره خلک وژل شوي دي چي په دې کي ٦٠ فیصده عراقي ملکیان وو.او دا دې ته اشاره کوي چي امریکا هم په عراق کي د وژل سوو کسانو شمیر ثبت کړی، مګر په عامه یې د هغه د ذکرولو نه انکار کړیدی.

د امریکا ددفاع وزارت خبرداری ورکړی چي د پټو او سري اسنادو خپرول د امریکایي عسکرو او د هغوي د متحدانو ژوند په خظر کي اچوي.

د پنټګان نطاق ( جیوف موریل ) په یوه بیانیه کي وویل چي په ټاکلي وخت کي د عراق د جګړې اسناد کوم نوی شی نه توضیح کوي، بلکي داسي مخفي اطلاعات افشا کوي چي امریکایي عسکر د حملو سره مخامخ کوي.

XS
SM
MD
LG