د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا وايي د ټرمپ ادارې سره د کډوالو په اړه ګډ کار کوي


 د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو
د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو

د کاناډا صدراعظم جسټین ټروډو د ټکساس ایالت د هیوسټن په ښار کې خبریالانو ته وویل چې د کاناډا حکومت له امریکا سره د هغو بې اسنادو مهاجرینو په اړه په ګډه کار کوي چې کاناډا ته ورځي.

هغه وویل چې د هغه هیواد د ښاغلي ټرمپ له ادارې سره پر سرحدي مسایلو کار کوي، خو د امنیتي اړتیاو او د خلکو د شخصي محرمیت تر منځ یو توازن ساتي.

د کاناډا صدراعظم وویل "مونږ په امنیتي مسایلو جوړجاړی نه کوو. مونږ باید د هغه خلکو په اړه معلومات ولرو چې زمونږ پولو ته رارسیږي، خو په عین حال کې مونږ د کاناډا د خلکو د محرمیت ساتلو ته هم ژمن یو. مونږ باید له خپلو ملګرو او متحدینو سره له نږدې همکاري وکړو، خو مونږ د خلکو د حقونو هم باید دفاع وکړو".

ښاغلي ټروډو د کاناډا له خوا د هغو خلکو نیولو ته اشاره درلوده چې هغه هیواد ته په غیرقانوني توګه ځي خو ورته اجازه ورکول کیږي چې په توقیف کې د یو څو مودې له تیرولو نه وروسته یوه قانوني لاره تعقیب کړي.

د یوې موافقې له مخې، هغه مهاجرین به متحده ایالاتو ته بیرته ولیږل شي چې په متحده ایالاتو کې یې سیاسي پناه غوښتې وي او بیا یې کاناډا ته په غیرقانوني توګه د تللو هڅه کړې وي.

خو که هغوی په نااعلام شوي ډول هغه هیواد ته ځي، نو دوی کولای شي چې په هغه هیوادکې پاتې او د مناسبو لارو له لارې د پناه غوښتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG