د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې په دولسو نوماند وزیرانو کې یواځې ښځې ته د باور رایه ورنکړه


د افغانستان ولسي جرګې د دولسو نوماند وزیرانو له شمیرې یواځې د کانونو او پطرولیم وزارت نوماندې نرګس نهان ته د باور رایه ورنکړه او یولس نور یې تائيد کړل.

ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ (ډیسمبر څلورمه) د حکومت له خوا معرفي شویو دولسو نوماندو وزیرانو ته د رایې ورکلو صندوقونه کیښودل.

د دغې جرګې په نننۍ غونډه کې ۲۲۵ وکیلان حاضر وو او هر نوماند وزیر د وزارت د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره ۱۱۳ مثبتو رایو ته اړتیا درلوده.

د وزیرانو نومونه او د رایو څرنګوالی

ویس احمد برمک له ولسي جرګې څخه د ۱۷۳ تائیدي رایو په ترلاسه کولو سره د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو.

محمد شفیق ګل‌آغا شیرزي له ولسي جرګې څخه د ۱۵۸ تائیدي رایو په ترلاسه کولو سره د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر وټاکل شو.

یما یاري له ولسي جرګې څخه د ۱۵۶ تائیدي رایو په ترلاسه کولو سره د افغانستان د فواید عامې وزیر وټاکل شو.

محمد مصطفی مستور له ولسي جرګې څخه د ۱۵۵ تائیدي رایو په ترلاسه کولو سره د افغانستان د اقتصاد وزیر وټاکل شو.

محمد حمید طهماسي له ولسي جرګې څخه د ۱۴۹ تائیدي رایو په ترلاسه کولو سره د افغانستان د ترانسپورت وزیر وټاکل شو.

نصیر احمد دُراني له ولسي جرګې څخه د ۱۴۴ تائیدي رایو په ترلاسه کولو سره د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر وټاکل شو.

جنرال طارق شاه بهرامي له ولسي جرګې څخه د ۱۴۱ تائیدي رایو په ترلاسه کولو سره د افغانستان د دفاع وزیر وټاکل شو.

مجیب‌الرحمان کریمي له ولسي جرګې څخه د ۱۲۹ تائیدي رایو په ترلاسه کولو سره د افغانستان د کلیو او پراخیتا وزیر وټاکل شو.

فیض‌الله ذکي له ولسي جرګې څخه د ۱۲۶ تائیدي رایو په ترلاسه کولو سره د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر وټاکل شو.

نجیب‌الله خواجه عمري له ولسي جرګې څخه د ۱۲۴ تائیدي رایو په ترلاسه کولو سره د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزیر وټاکل شو.

شهزادګل آریوبي د ۱۱۵ تائیدي رایو په ترلاسه کولو سره د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شو.

خو د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت ته نومانده نرګس نهان له ولسي جرګې څخه د ۱۰۷ تائیدي، ۹۳ رد، ۱۵ سپینې او ۸ باطلو رایو په ترلاسه کولو سره، بریالۍ نشوه چې د دغه وزرات څوکۍ ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG