د لاس رسي وړ اتصالات

له ښځو نه پرته یوه ورځ


ښځې په واشنگټن ډي سي کې نن د چارشنبی په ورځ په ېوه مظاهره کې برخه اخلي.
ښځې په واشنگټن ډي سي کې نن د چارشنبی په ورځ په ېوه مظاهره کې برخه اخلي.

ښځې په ټوله نړۍ کې، دیته هڅول شوې دي چې نن ددې لپاره رخصتي واخلی چې خپل اقتصادي ځواک څرگند کړي

نن د چارشنبی ورځ د ښځو نړۍ واله ورځ ده. ډېری کسان هیله من دي چی دښځو مسایل د یو اعتصاب له لارې چې "له ښځونه پرته یوه ورځ " نومېږی څرگند کړي.

د ملګروملتونو عمومي منشي نن چهارشنبې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په هرډګر کې د ښځو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

عمومي منشي انتونیو ګوتیریس په نایروبي کې د کینیا د جمهور رئیس سره په ګډ خبري کنفرانس کې په حکومتي ادارو، سیاسي بهیرونو، تجارتي سکتورونو او د شرکتونو په مدیریتونو کې د ښځو پر پراخ حضور ټینګار وکړ. ګوتیریس وویل پدې باور دی چې د ښځو د خوندیتوب او مصونیت لپاره یواځنۍ لاره داده چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره زمینه مساعده شي.

په ملیونونو ښځو په متحده ایالاتو او نوره نړۍ کې مظاهرې وکړلې چې د ښځو او نارینه و ترمنځ د معاش نابرابري، د مور میری سلوک او نورې ټولنېز مسایل چې ښځې ورسره مخامخ دي خلکو ته څرگند کړي. د سږکال د جنوري په میاشت کې داستونزې په سترو مظاهرو کې بیان شولې.

ډیر کم کسان، د سږکال د جنوري په ٢١ مه د ښځو هغه مظاهرې هېرولی شی چی په لسهاو زرو ښځو د متحده ایالاتوپه پلازمینه واشنگټن کې د معاش د نابرابرۍ په هکله وکړلې. په همدې ورځ د ولسمشر ټرمپ د جمهوري ریاست دوره هم پیل شوه.

وانیسه کارډینس ددو ماشومانو مور وايي دېته دا بهیر د ښځود حقوقو د راتلونکیو مبارزو پیل گڼل کېده.

وانیسه کارډینس،د ایمیلي لیست کې شامله ده. دغه ډله له دیموکراتو ښځو سره په انتخاباتو کې مرسته کوي. هغه وايي

دا فکر کوي چې ښځو په متحده ایالاتو کې ډیر پرمختگ کړی دی؛ خو سره له دې ېې هم دا ستونزې لکه په معاش کې د نابرابرۍ موجودیت او یا داچی ولسمشره شي، په مخکې پرتې دي.

ښځې په ټولنه نړۍ کې، دیته هڅول شوې دي چې نن ورځ رخصتي واخلی چې خپل اقتصادي ځواک څرگند کړي. کارډېنس وايي دابه د ښځو په یوه دوکان کې سودا وکړي چې له هغوی سره خپل پېوستون څرگند کړي.

دا لوحه د یوه ریستورانت ده چی "له ښځونه پرته یوه ورځ " په مناسبت نن د چارشنبی په ورځ په فیلادلفیا کې بند شوی دی.
دا لوحه د یوه ریستورانت ده چی "له ښځونه پرته یوه ورځ " په مناسبت نن د چارشنبی په ورځ په فیلادلفیا کې بند شوی دی.

راچېل تامس،د ایمیلي لیست یوه بله میرمن وايی ښځې د خپل هېواد د نفوس نیمايي برخه تشکیلوي. خو په کانگرس کې له شل فیصدونه هم کمې دي. هغه وايي په دې توگه موږ هغه پالیسۍ چی د ښځو او کورنیو ملاتړ کوي ا و له اقتصاد سره ېې مرسته کوي نشو جوړولی.

د ښځو او نارینه شمېر په حکومت کې هم برابر ندی.کارین اگنیس د تعلیم یافته یا روښانفکرو محافظه کارو ښځو د شبکې موسسه وايی داسمه ده، موږ برابرۍ ته اړتیا لرو. خو د چارشنبې بهیر ددې په څېر ښځې په خپل پیغام کې نه شاملوي.

کارین اگنېس وايي: ښځو ډیر پرمختگ کړی دی، خو دا زما لپاره خواشینوونکې ده چی د ښځو غورځنگ نن هم موږ ته د قرباني شویو په نظر گوري او دا ضروري گڼي چې حکومت ېې ستونزې اوارې کړي."

هېچا دا اټکل نشوای کولی چې ښځې به د جنوري په میاشت کې په دومره شمېر کې مظاهرو ته را ووزي. دا اټکل هم گران دې چې څومره ښځې به نن د چارشنبی په ورځ همدا پېغام خلکو ته ورسوي او کار ته به حاضرې نشي.

ددې موضوع ویډیو په لاندینی لینک کې لیدلی شئ

https://www.youtube.com/watch?v=gU8uGcngOZc

XS
SM
MD
LG