د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو ته نه پاملرنه به د "افغان سولې هڅې ناکامې" کړي


د افغانستان د بشر د حقونو کمیسیون وایي چې د جګړې د قربانیانو هیرول او دغې کشالې ته د حل لارې موندلو لپاره د یو میکانیزم نه جوړول به په افغانستان کې د سولې روانې هڅې ناکامې کړي.

دغه کمیسیون د”ښځې، سوله او امنیت“ تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړی چې په کې په افغانستان کې د سولې د هلو ځلو د نه بریالي کېدو پړه په تیرو څوارلسو کلونو کې د بشر حقونو او انتقالي عدالت ته په نه پاملرنې اچولې ده.

دغه راپور کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې تر ۵۰۰۰ ډیرو کسانو سره مرکې شوي دي چې په کې د افغانستان دولت او نړیوالې ټولنې باندې تاکید شوی چې د سولې هوکړه لیک ته د رسیدو لپاره بېړه وکړي.

په دغه راپور کې راغلي دي:د بشر د حقونو کمیسیون باور لري چې د سولې بهیر او هغې سره تړلې هوکړې باید د افغانستان د کشالې بیلابیلو برخو ته په کتلو وڅیړل شي او په کې بېړه وشي، هغه ځکه چې د دې امکان زیات دی چې د تیر ځل په شان د سولې په اړه هوکړې نه وروسته هم په دې هیواد کې جګړه او تاوتریخوالی دوام پیدا کړي. “

راپور زیاتوي”تر څو پورې چې د سولې خبرې اترې د عدالت په تامینولو او د ټولو وګړو د بشري حقونو په نظر کې ساتلو په اساس نه وي شوې او د جګړې د قربانیانو حقونو ته د درناوي په موخه لارې چارې نه وي لټول شوي، د سولې روان مذاکرات به کومه نتیجه ورنکړي. “

دا راپور په داسې وخت کې خپور شوی چې امریکا د طالبانو استازو سره په خبرو اترو کې یوې احتمالي موافقې ته نږدې شوې. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئلې او له طالبانو سره د روانو مذاکراتو ممکنه نتایج ځینې کارپوهان اندېښمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG