د لاس رسي وړ اتصالات

تاوتریخوالي ځپلې زرمینه کورنۍ ته وسپارل شوه


پولیسو ته د ځان سپارلو پر وخت زرمینې ویلي وو چې هغه د وسله والو له خوا گواښل شوی وه.
پولیسو ته د ځان سپارلو پر وخت زرمینې ویلي وو چې هغه د وسله والو له خوا گواښل شوی وه.

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسيدونکې زرمينې د رپوټونو له مخې څه موده وړاندې د وسله والو له ویرې ویرې ځان د عامه نظم پولیسو ته سپارلی و، اوس د قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړيتوب له ضمانت وروسته بیرته خپلي کورنۍ ته وسپارل شوه.

زرمینې نژدې یوه میاشت وړاندې په داسې حال کې ځان د عامه نظم پولیسو ته تسلیم کړی و چې د هلمند د مرستیال والي محمد جان رسولیار په وینا د هغې سره د تسلمیدو پر وخت کوم چاودیدونکي توکي نه و، نیول شوي،بلکې هغې پخپله د وسله والو له ویرې ځان پولیسو ته تسلیم کړی و.

د چارواکو په وینا د دوشنبې په ورځ د زرمیني پلار عبدالشکور او همداشان د هغې خسر او ميړه دولتي چارواکو ته یو لیکلی سند ورکړ چې د هغې په وړاندې به د هر ډول تاوتریخوالي نه ډډه کوي.

زرمینه او د هغې د کورنۍ غړي
زرمینه او د هغې د کورنۍ غړي

کورنۍ ته د زرمینې د سپارلو پر وخت د هلمند مرستیال والي الحاج محمد جان رسولیار د استناف د محکمې رئیس قضاوتمند دل آغا همت، د ولایتي شورا مرستیال عبادالله علیزی او د عدليې رئیس محمد طیب هم حاضر وو.

مرستیال والي وویل چې زرمینه د اصلاح په مرکز کې تر روزني لاندي نیول شوې وه. د رپوټونو له مخې

زرمینه هم له خپلې کورنۍ سره په یوځای کیدو خوښه ښکاریده او ویل یې چې د کورنۍ له خوایې د ښه ژوند ډاډ ترلاسه کړی دی.

د هلمند د ښځو چارو د رياست مرستيالي کورنۍ ته د زرمینې سپارل يو نيک او پرځاي اقدام بللی او ویلي یې دي چې ولايتي ادارې د اسلامي او پښتني دود سره سم زرمينه خپلي کورنۍ ته وسپارله.

.

XS
SM
MD
LG