د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو لپاره افغانستان بد، آیسلنډ ښه هیواد دی – راپور


په راپور کې ویل شوي چې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د ښځو وضعیت ډېر بد دی

د ښځو د حقونو او ازادیو په اړه د یو نړیوال سازمان راپور وايي ناروې او آیسلنډ په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو ښه، خو افغانستان او سوریه بد هېوادونه دي.

د اوسلو د سولې او تحقیقاتو انستیتوت او د ښځو لپاره د جورج ټاون د سولې او امنیت انستیتوت تازه راپور چې د اکټوبر پر ۲۶ خپور شو، د نړۍ په ۱۵۳ هېوادونو کې د ښځو د تعلیم، کار، ښځو سره د عدالت، تبعیض، د هغوې د امنیت او په ټولنه او کورنۍ کې ورسره د زور زیاتي په اړه پوښتنې شوي دي.

یوه پوښتنه دا هم وه چې څومره ښځې تیلیفون لري، ځکه چې تیلیفون ښځو ته یو ډول ازادي ورکوي. په درجه بندۍ کې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د ښځو وضعیت تر ټولو بد او شمالي اروپا کې تر ټولو ښه ښودل شوي دي.

د راپور په اساس ناروې، آیسلنډ سویتزرلنډ، بلجیم، سنګاپور، ډنمارک، جرمني او برتانیا له دې پلوه د ښځو لپاره غوره او ښه هېوادونه دي.

راپور وايي د مېرمنو لپاره تر ټولو بد هېوادونه افغانستان، سوریه، پاکستان، یمن، د مرکزي افریقا جمهوریت، د کانګو جمهوریت، عراق، مالي، سوډان، نایژر، لبنان، کامیرون او چاد دي.

د راپور له مخې په دغو هېوادونو کې تر ډېره له ښځو سره عدالت نه کیږي تبعیض ورسره کیږي، په ټولنې او کور کې ورسره زورزیاتی کیږي، تعلیم او کار ته نه پرېښودل کیږي، د نارینوو په پرتله مساوي حقوق او ازادي نه ورکول کیږي.

امریکا په ۲۲ نمبر ده، ځکه چې دلته لا هم ښځو ته په ډېرو ادارو کې د نارینوو په اندازه تنخوا نه ورکول کیږي او همدغه راز ښځو ته د زیږون رخصتي نه ورکول کیږي. همدغه راز امریکا کې له ښځو سره د زور زیاتي پېښې هم زیاتې دي.

راپور وايي په ایران کې بیا د سیمې د هېوادونو په پرتله ډېرې ښځې بانکي حسابونه لري او تعلیم کوي، خو لا هم په دغه هېواد کې یوه ښځه د خپل میړه له اجازې پرته پاسپورټ نشي اخیستی، دا د مېړونو له لوري د ښځو د کاري ځواک ځپل دي چې ښځې له تاویخوالي نشې ساتلی.

XS
SM
MD
LG