د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک: سږکال د افغانستان اقتصاد ښه شوی


نړیوال بانک د نوي راپور له مخې د افغانستان اقتصادي وضعیت د تیرو دوو کلونو په موده کې ښه شوی.
نړیوال بانک د نوي راپور له مخې د افغانستان اقتصادي وضعیت د تیرو دوو کلونو په موده کې ښه شوی.

د افغانستان په هکله د نړیوال بانک په نوي اقتصادي راپور کې اټکل شوی، چې د دغه هیواداقتصادي وده به د تیر عیسوي ۲۰۱۱۶ کال پرتله په روان عیسوي کال ۲۰۱۷ کې ۲،۶ فیصدو ته لوړه شي.

د نړیوال بانک د رپوار له مخې تیرکال د افغانستان اقتصادي وده د ۲،۲ فیصده وه.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس شوبهم چوهدري، نن د سه شنبې په ورځ کابل کې د دغه بانک په دفتر کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د خپل نوي راپور په هکله خبریالانو ته معلومات ور کړل.

په دغه راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت باندې بحث شوی او د پرمختګونو او هیلو ترڅنګ پرمخ کې پرتو ننګونو باندې هم خبرې شوي دي.

ښاغلي چوهدري وویل چې په افغانستان کې د امنیتي حالت خرابوالی د دغه هیواد پر اقتصاد هم منفي اغیز کړی، خو د دغو ننګونو سره سره، چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهال د دغه هیواد اقتصادي وده د رکود سره مخ کړې وه، اوس داسې ښکاري چې اقتصادي وضعیت ښه شوی دی.

هغه د تیرکال پرتله سږکال د افغانستان اقتصادي ودې کچې لوړیدل په دې برخه کې د یو مثال په توګه یاد کړ.

د نړیوال بانک په دغه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو اغیزې لا اوس هم پر متشبثینو او مستهلکینو پاتې دي.

د نړیوال بانک د راپور له مخې سږکال د تیر عیسوي کال د همدې مودې پرتله د افغانستان ملي عواید ۱۳ فیصده زیات شوي دي.

نړیوال بانک په دغه راپور کې ویل شوي چې که چیري امنیتي وضعیت د اوسنۍ شرایطو په پرتله خراب نشي، نو اټکل کیږي چې۲۰۱۸ کال کې به د افغانستان د اقتصادي ودې کچه۳،۲ فیصدو ته لوړه شي.

دا راپور وايي غیر رسمي معلومات د دې ښکارندوي کوي، چې د متشبثینو او د مستهلکینو باور څه نا څه ښه شوی، ځکه د افغانستان او سویلي آسیا حوزې لپاره د امریکا د متحده ایالتونو نوې ستراتیژي له اعلان وروسته؛ د نړیوال ائتلاف د ځواکونو د شتون په اړه ابهامات تر یوه بریده لیري شوي دي.

د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي که چیري د امنیت ټینګښت او ټیکاو پراختیا لپاره شته فعالیتونه دوام ومومي او د اږودمهاله اصلاحاتو لړۍ او همدارنګه د نړیوالو مالي مرستو بهیر لږ تر لږه د اوس په شان دوام ومومي، تمه کیږي، چې د اقتصادي ودې کچه به هم په متعادل ډول لوړه شي.

XS
SM
MD
LG