د لاس رسي وړ اتصالات

د افغاني تولیداتو د تقویې لپاره مرسته وشوه


د افغاني تولیداتو د تقویې لپاره مرسته وشوه
د افغاني تولیداتو د تقویې لپاره مرسته وشوه

نړیوال بانک له افغان دولت سره د ۲۲ ملیونو ډالرو وړیا مرستو موافقه لیک لاسلیک کړ.

دغه مرستې به په افغانستان کې د نویو مارکیټونو په تقویه کولو لګیږي.

د مالیې وزارت چارواکي هیله من دي چې دا پروژه به د خصوصی سکتور لپاره د بازار موندنی په برخه کی اغیزمنه وي.

د افغانستان د مالیی وزیر عمر زاخیلوال وایي، ددې نویو مرستو هدف دا دی چې افغاني تولیداتو ته په کور دننه او له هیواده بهر بازار وموندل وشي.

د زاخیل وال په وینا لا هم د افغاني صادراتو له لارې هومره پیسې هیواد ته نه راځي چې تمه یې کیږي.

له بلې خوا ډیری داسې توکي چې له بهره په زیاتې بیې هیودا ته راوړل کیږي، کیدای شي چې په کور دننه په ټیټه بیه تولید شي.

عمر زاخیل وال دا د وارداتو تعویض نوموي او وایي مرسته شوې پیسې به زیاتره د سوداګرﺉ په همدې برخو باندې لګول کیږي.

دا پروژه به په لومړی سر کې د افغانستان په څلورو لویو ښارونو کابل، جلال اباد، مزار شریف او هرات متمرکز کوي.

د افغانستان د سوداګرﺉ وزیر انورالحق احدي هم په دې اند دی چې په کور دننه د ډیرو سختو ستونزو لکه ناامني، د برق او انرژﺉ نه شتون، پیسو ته د نه لاس رسي سره سره نن سبا افغاني خصوصي سوداګرﺉ وده کړې او افغان متشبثین خپل تولیدات لري خو نړیوالو بازارونو ته ددې توکو د وړاندې کولو او رسولو لپاره بازار موندنې ته اړتیا لري.

دی وايي، د نړیوال بانک دا پیسی به پلان شویو نويو پروژو له لارې د افغان سوداګرو سره دې هدف ته د رسیدو په لار کې مرسته وکړي.

په افغانستان کی د نړیوال بانک د دفتر مشر نیکولاس کرافت وایي دغه پروژه به په افغانستان کې د خصوصي سکتور د ودې او د کار کسب د را منځ ته کولو لامل شي.

نړیوال بانک د نړۍ په ګوټ ګوټ لکه تونس، اکوادور، غزه، اندونیزیا او جنوب ختیځه اروپا کې هم دغسې پروژې پلي کړي دي.

د افغانستان د نویو مارکیټونو د پرمختیا پروژه به د افغانستان په څلورو لویو ښارونو کې د ۷۵۰خصوصي متشبثینو سره د سودا ګرﺉ د ۱۰ اتحادیو له لارې مرسته کوي او په لنډه موده کې به ۱۵ سوه نوي کسبونه را منځ ته کوي.

افغان اقتصاد پوهان پدې باور دي چې د نړیوالو مالي مرستو او د بهرنیانو سره د تجربو د شریکولو په مټ د افغانستان د تولیداتو کیفیت ښه شوی دی خو وايي چې لا هم ددې توکو لپاره د زیرمه تونونو او مارکیټونو نه شتون لویه ستونزه ده چې اکثره دا تولیدات په تیره بیا میوې دانې د خرابیدو یا په ټیته بیه د پلورل کیدو له خطر سره مخامخ کوي.

XS
SM
MD
LG