د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک د افغانانو اقتصادي پیاوړتیا لپاره ۳۶ میلیون ډالر مرسته کړې


په افغانستان کې په زرګونو کلیوالې ښځې د لاسي صناعت په برخه کې په کاربوختې دي.
په افغانستان کې په زرګونو کلیوالې ښځې د لاسي صناعت په برخه کې په کاربوختې دي.

د کلیو د پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړي کیدو لپاره په ۳۴ ولایتونو کې د پس انداز او پور اخیستلو د پنځه زره کلیوالي اتحادیو سره د پنځه کلونو په موده کې ۳۶ میلیونو ډالرو مرسته کوي.

دا پیسې افغان حکومت سره د نړیوال بانک د کلیوالي اقتصاد د انکشاف ( WEERDP) پروګرام د مرستو یوه برخه ده، چې د کلیو د پراختیا د وزارت له خوا تطبیق کیږي.

د دغه پروګرام له لارې په بلاعوض ډول د پنځه زره پس انداز او پور اخیستلو ګروپونو سره، چې اتیا فیصده یې ښځې دي، د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د نغدو پیسو مرسته کیږي.

داپیسې به تر ډیره د ښځو د لاسي صنایعو د ودې په برخه کې په مصرف ورسول شي.

د کلیوالي اقتصاد د انکشاف د ملي پروګرام د اړیکو مسول عبدالوفي نایبزي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د دې پروګرام هدف، د بې وزلو کلیوالو په ځانګړي ډول ښځو سره د بلاعوضو مرستو له لارې د کلیوالي اقتصاد پیاوړي کیدل وښودل او ویې ویل، چې دا پروګرام به د هر ولایت په دوو ولسوالیو کې تطبیق شي.

ښاغلي نایبزي وویل:" ددغه پروګرام عمومي هدف په لرو پرتو کلیو کې بې وزله کورنۍ مشخص کول او ورسره مرسته کول دي".

د کلیو د پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې دا وزارت د خپل ولسي تړون د شوراګانو په مرسته لومړی په کلیو کې تولیدي ګروپونه جوړوي او بیا دغو ګروپونو ته په بانکونو کې د حسابونو د پرانیستلو له لارې ټاکلې اندازه پیسې انتقالوي، چې دا پیسې بیا د کلیوالي تولیداتو په ځانګړي ډول لاسي صنایعو د ودې لپاره کارول کیږي.

ښاغلی نایبزی وايي، د وخت په تیریدلو سره به دا تولیدي ګروپونه په غیر رسمي بانکي اتحادیو بدل شي.

د پنځه زره اتحادیو د بانکي حسابونو د پرانیستلو لپاره نوی کابل بانک او پښتني بانک په پام کې نیول شوي دي، چې په ۲۱ ولایتونو کې به نوی کابل بانک او په ۱۳ نورو کې پښتني بانک دغو اتحادیو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

د کلیو د پراختیا د وزارت د کلیوالي اقتصاد د انکشاف د ملي پروګرام د اړیکو مسول عبدالوفي نایبزی وايي، په ولایتونو کې بې وزله کورنۍ د ولسي تړون د شوراګانو او د دغه وزارت د سروې د ټیمونو له خوا له وړاندې پیژندل شوي

ښاغلي نایبزي وویل " وزارت د دې لپاره ځانګړې پالیسي لري، مونږ د دې لپاره کلیوالي شوراګاني لرو د ولسي تړون په همکارۍ باندې کلیو کې د مرستې مستحقي کورنۍ پیژندل شوي او هم مونږ د هغوې د پیژندګلوۍ لپاره سروې کړې ده".

د دغه پروګرام څخه به په پنځه کلونو کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې پنځه سوه زره ښځې ګټه واخلي.

XS
SM
MD
LG