د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک تر سولې وروسته مرحلې په اړه نړیوالو سره مشورې کوي


تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی دی

نړیوال بانک وايي د وسله والو طالبانو سره د سولې د احتمالي توافق وروسته مرحلې په اړه یې د خپلو نړیوالو او افغان همکارانو د نظرونو او مشورو ټولول پیل کړي دي.

نړیوال بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تر دې مهاله دغه بانک چارواکو له یو شمیر نړيوالو او افغان همکارانو سره څو مشورتي غونډې هم کړي چې هدف یې د اینده پلانونو برابرول او جوړول دي.

په افغانستان کې د نړيوال بانک رئیس هينري کرالي وايي چې نړیوال بانک د داسې اقتصادي طرحو په راټولولو پسې دی چې په افغانستان کې د سولې ټینګیدو او سوکالۍ لپاره زمينه مساعده کړي.

هغه ویلي "په لومړي گام کې غواړو وښیو د سولې تړون کولی شي باثباته اقتصادي ودې او انکشاف ته فرصت برابر کړي او دا په جګړه کې د ټولو ښکیلو خواوو په ګټه دی. دوهم غواړو يو لړ بالقوه اصول او لومړيتوبونه په نښه کړو چې له سياسي هوکړې وروسته يې پر بنسټ د اقتصادي ودې پروگرام د پلانولو لپاره اړينې او ګټورې پرېکړې وکړو."

د نړیوال بانک رئیس ویلي چې د عامو خلکو د نظرونو او مشورو راټولول به له دغه بانک سره مرسته وکړي چې د افغانانو د اړتياوو پر بنسټ يو هر اړخيز اقتصادي پلان جوړ کړي.

په پام کې ده چې د مشورو او نظرياتو راټولول د يوې سياسي هوکړې تر لاسه کولو او تر سولې وروسته پروګرامونو پورې دوام وکړي.

د وزيرانو په کچه د افغانستان په اړه د ۲۰۱۸ ميلادي کال د ژنيو کنفرانس کې له نړيوال بانک څخه غوښتل شوي وو ترڅو د سولې له تړون وروسته‎ د لوږې د کچې کمولو، اقتصادي ودې او پراختيا په موخه د انکشافي پروژو د هماهنگۍ لپاره يوه هر اړخيړه طرحه جوړه کړي.

نړیوال بانک د سلامشورو دا لړۍ په داسې حال کې پیل کړې، چې ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې نهم پړاو خبرې په قطر کې پیل شي.

دواړو خواو هیله ښودلې چې په دغو خبرو کې یوې موافقې ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG