د ۲۰۲۱ کال د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام د سیالۍ د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) په متحده عربي اماراتو او عمان کې پیل شوې. ددې نړیوال جام تصویرونه دلته کتلای شئ:
د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام د سیالیو تصویرونه

۱
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی راشد خان په ۵۳ شل اوره سیالیو کې ۱۰۰ وکټې پوره کړې. دا یو نوی نړیوال ریکارډ دی.

۲
د ۲۰۲۱ کال د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) په متحده عربي اماراتو او عمان کې پیل شوې

۳
د ۲۰۲۱ کال د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام ددې پړاو په سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۱۶ ټیمونه سره سیالي کوي.

۴
د نامیبیا په وړاندې د افغانستان د ملي ټیم په سیالي کې محمد شهزاد محمدي ۴۵، حضرت الله ځاځي ۳۳، محمد نبي عیسخیل ۳۲ او اصغر افغان ۳۱ منډې وکړې.