د لاس رسي وړ اتصالات

د سویس په داوس کې د نړیوال اقتصادي فورم غونډه


د نړیوال اقتصادي فورم کانۍ غونډه سږکال په داسې حال کې جوړیږي چې نړۍ د زیاتو امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ ده.
د نړیوال اقتصادي فورم کانۍ غونډه سږکال په داسې حال کې جوړیږي چې نړۍ د زیاتو امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ ده.

د نړیوال اقتصادي فورم د سږنۍ غونډې پرانستوني مراسم پرون پیل شول، خو رسمي غونډه نن د "څلورم صنعتي انقلاب ارزښت" تر عنوان لاندې پیل شوه.

ددې فورم د اجنډا په نورو موضوعاتو کې د نړیوال اقتصاد دوامداره پرمختیا، نړیواله تودوخه او چاپیرال او همداراز د مهاجرینو بحران او د ترهګرۍ پر ضد ستونزې شاملې دي.

په پرانستونکیو مراسمو کې د نړیوال اقتصادي فورم جوړونکي او رئیس کلاوس شواب هیله څرګنده کړه چې ګډون کوونکي به په زړونو کې دا ومني چې د یو کوچنی کلي په څیر دغه نړۍ هغه مهال ښه اداره کیدلای شي چې له یو بل سره خبرې او همکاري وکړو.

د متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیال جو بایډن د سرطان د ناروغۍ د متخصصینو یوې غونډې ته په یوه وینا کې د متحده ایالاتو پر هغه عزم بیا ټینګار وکړ چې له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره به یوه ستره هڅه په لاره واچوي.

هغه وویل "زمونږ هدف دادی چې د لسو کلونو پرمختګونه د پنځو کلونو به موده کې وکړو او په پای کې دا ناروغي له منځه یوسو."

ښاغلي بایدن زیاته کړه، متحده ایالات نه یوازې د زیاتو بدلونونو لپاره هڅه کوي بلکې په دې برخه کې د زیاتو ګامونو د اخیستلو په لټه کې دي.

په دغه غونډه کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ولسمشر غني به د دې غونډې په څنډه کې د نورو لیدنو کتنو تر څنګ د افغانستان، پاکستان او امریکا په درې اړخیزه غونډه او همدارنګه د افغانستان د راتلونکي او د نړیوال ثبات او امنیت په هکله جوړېدونکو غونډو کې هم ګډون وکړي.

په دغه غونډه کې له څلویښتو نه د زیاتو دولتي مشرانو او لوړپوړو حکومتي چارواکو په شمول له سلو هیوادونو او سیمو نه زیات ګډون کوونکي برخه اخلي.

د یو زر او پنځو سوو په شاوخوا کې د سوداګرۍ مشران هم په دې غونډه کې ګډون کوي چې د شنبې تر ورځې پورې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG