د لاس رسي وړ اتصالات

د لومړۍ نړیوالې جگړې د پای سلمه کلیزه


د نړۍ مشران په پاریس کې
د نړۍ مشران په پاریس کې

د پاریس په دغه ستره غونډه کې هغه مشران هم شامل دي چی داقدرت لري چی بشریت له منځه یوسي که چېری دریمه نړۍ واله جگړه پیل کاندي.

د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون د نړۍ له اویا مشرانو سره یوځای د یکشنبې په ورځ (نوامبر ١١) د لومړۍ نړیوالی جگړی د پای ته رسیدلو کلیزه ولمانځله.

په دغو مشرانو کې، د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ، د روسېې ولسمشر ولاديمیرپوټین ، د جرمنی صدراعظمه انگیلا مرکل او دترکیی جمهوررئیس رجب طیب اردوغان شامل وو.

د فرانسی جمهور رئیس ایمانویل مکرون مخکی تر دې چې له مشرانو سره د طاق ظفر ته ولاړ شي، هغوی ته ېې د ایلیسی په قصر کې هرکلی ووایه. خو د ولسمشر ټرمپ او روسېې ولسمشر ولادیمیر پوټین په شمول څو تنه نور مشران مستقیما طاق ظفر ته ولاړل.

په دغه ستره غونډه کې د نړۍ اویا مشران په پاریس کې له یوې پیړۍ نه وروسته د کال په یوولسمه میاشت او یوولسمه ورځ، د سهار په یوولسو بجو په هماغه وخت راټول شویدی چی سل کاله مخکی پکی اوربند وشو. اوله نړیواله جگړه په ١٩١٨ کال کې د نومبر په یوولسمه د ورځې په یوولسو بجو پایته رسیدلی وه.

د پاریس په دغه ستره غونډه کې هغه مشران هم شامل دي چی دا قدرت لري چی بشریت له منځه یوسي که چېری دریمه نړۍ واله جگړه پیل کاندي.

د نړۍ مشران دقیقا سل کاله وروسته د نومبر په یولسمه په یوولس بجو د ظفر په څلي کې راټول شول چی د هغو یو میلیون انسانانو یادونه وکړي چی په دې شخړه کې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې وژل شوي دي.

د نړۍ د هغو هېوادونو مشرانو چی دغی جگړې ته ېې عسکر ورلیږلی وو د نومورکي سپايی په مقبره کې ورټول شول. په دغه یادگاری څلي لیکل شویدی: "دلته د فرانسی هغه عسکر پروت دی چی دخپل ملت لپاره مړشو."

د سپینی ماڼی یوې اعلامیی وویل چی ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مهال ویش د ستونزو له امله هدیری ته خپل ورتگ فسخ کړ. د امریکا د هیئت مشري د سپینی ماڼۍ د رئیس جنرال جان کلي له خوانه وشوه. په دغه هدیره کې د امریکا ٢٣٠٠ عسکر د جگړې په وخت کې خاوورو ته سپارل شویدی. امریکا يی هیئت هغوی ته د درناوي مراسم په ځای کړل.

لومړۍ نړۍ واله جگړه - ٢٣ ملیونه ټپیان
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:25 0:00

په دغه ځای کې دامریکا يی عسکر پر مړیو سر بیره په جگړه د یو زرو شپیتو عسکرو لپاره چې په جگړه کې لادرکه شوی ول، د یادگار او درناوی څلی هم موجود دی.

ټولینزو رسینویو پر ولسمشر ټرمپ له دې امله انتقاد وکړ چی دغه ځای ته د مهال ویش د ستونزو له امله نه ولاړ، خو د فرانسی مشر مکرون او د جرمنی صدراعظمه انگیلا مرکل لاس په لاس هلته روان ول. د مراسمو په ترڅ کې باران وریده.

ولسمشر ټرمپ په دې سفر کې د فرانسی ولسمشر ایمانویل مکرون سره په خبرو کې ویلي چې "امریکا قوی اروپا غواړي".

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ ښاغلي مکرون ته په خطاب کې وویل "زه ددې قدرکوم چی تاسی د [ناټو د لگښت] د بار د شریکولو خبره وکړله، ته پوهېږې چې زما کړنلاره څنگه ده. موږ قوي اروپا غواړو او دا زموږ لپاره ډیره مهمه ده."

ولسمشر ټرمپ وویل د فرانسی جمهور رئیس ته وویل زموږ هېوادونه ډېرې خاصې اړیکی لري، او ته ډیر ښه ملگری ېې.

د فرانسی ولسمشر مکرون وویل: "پردې سربیره موږ ډېرې ښې شخصي اړیکې هم لرو، نو زه له تاسې نه په دې اړه مننه کوم".

د یادولو وړ ده چی لومړۍ نړۍ واله جگړه په ٢٠١۴ کال کې پیل شوې وه. په دغې جگړې کې ټول ټال ١٨ ملیونه انسانان ووژل شول. یوشمیر منابع وايي چی د مړیو شمیر له ١٥ملیونو نه تر ١٩ملیونو پورې رسېږي او تقریبا ٢٣ میلیونه انسانان زخمیان شوي هم وو.

دا هم د یادولو وړ ده چې په دویمه نړیواله جگړه چې ترټولو وژونکې نظامی شخړه وه، د تلفاتو له درکه، په تاریخ کې ساری نلري. تر اتیا ملیونو نه زیات انسانان په هغو ناروغیو کې مړه شول چې له جگړې نه را پېدا کیږي، په دې کې کاختي هم شامله وه. له پنځوس نه تر پنځه پنځوس ملیونو پورې ملکیان پکې ووژل شول. په دې شمیر کې له ١٩ نه تر ٢٨ ملیونو پورې خلک د کاختۍ او په جگړې پورې تړلیو نورو ناروغیو باندی مړه شول.

XS
SM
MD
LG