د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه وايي حکومتونو ځوانان له پامه غورځولي دي


د ملګرو ملتونو د نفوسو وجهي صندوق، وايي مخ پر ودو هېوادونو کې د ځوانانو ستونزې ډېرې دي .
د ملګرو ملتونو د نفوسو وجهي صندوق، وايي مخ پر ودو هېوادونو کې د ځوانانو ستونزې ډېرې دي .

ملګري ملتونه وایي د نړۍ حکومتونو ځوانان له پامه غورځولي او د خپلو هیوادونو د ستونزو د حل کولو لپاره د مهمو پالیسیو په تصمیم نیولو کې هغوی ته ونډه نه ورکوي.

ملگري ملتونه دا خبره په داسې حال کې کوي چې نړۍ د نفوسو ورځ نمانځي. د ملګرو ملتونو د نفوس وجهي صندوق وايي پر ځوانانو پانګونه د ټولو په ګټه ده.

د نړۍ د څه باندې اووه میلیارده نفوس له ډلې یې نژدې دوه میلیونه ځوانان ښودل کیږي، په دومره زیات شمېر کې خلک یو پیاوړی ځواک بلل کیږي او له پامه غورځول کیدی نه شي،خو په ډېرو هېوادونو کې ځوان نسل له پامه غورځول شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نفوس وجهي صندوق د راپور له مخې په اټکلي ډول ۵۱۵ میلیونه ځوانان چې له پنځلسو نه تر څلورېشتو کلونو عمرونه لري، د ورځې تر دوو ډالرو کمو پیسو باندې ژوند کوي.

په نړۍ کې په هرو دریو هېوادونو کې دووه هېوادونه په هغو مهمو پریکړو کې ځوانانو ته ونډه نه ورکوي، چې مخامخ د هغوی پر ژوند اغیز لري.

دغه صندوق وايي ځوانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، په ځانګړي ډول په افریقا او اسیا کې چې شمېر یې هم ډېر دی .

د ملګرو ملتونو د نفوس د وجهي صندوق سلاکار لیز ډي برنیز وايي میلیونونه انسانان چې بلوغ ته رسیږي فزیکي تغیراتو ته اړویستل کیږي چې ډېر کله یې بشري حقونه تر پښو لاندې کیږي .

ښاغلی برنیز وایي "ځوانان په خاص ډول نجونې د جنسي زور زیاتي له ډېرو خطرونو سره مخامخ دي، موږ پوهیږو چې د نجونو لس فیصده یې چې کله بلوغ ته رسیږي نامشروعه جنسي اړیکې تجربه کوي چې علت یې هماغه جنسي زور زیاتی دی. دغه کار له وخته مخکې د میندوارۍ او سقط جنین لامل هم کیږي."

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې هر کال پنځلس میلیونه نجونې چې عمرونه یې د پنځلسو او نونلسو ترمنځ دي،ماشومان زېږوي. ملګري ملتونه وايي مخ پر ودو هیوادونو کې له وخته مخکي واده کول، میندواره کیدل او ماشوم زیږول د ډېرې مړېنې لامل ګرځي.

ددې ترڅنګ څېړنو ښودلې چې څه باندې دووه میلیونه انسانان چې د لسو او نونلسو کلونو ترمنځ دي، په اچ اي وي ایډز اخته دي چې، تر ډېره له نامشروعه جنسي اړیکو پېدا کیږي.

ښاغلی برنیز امریکا غږ ته وویل ډېرې پیغلې له دا ډول خطرونه سره مخامخې دي چې یوه تراژیدي ده.

نوموړی وایي "مخ پر ودو هیوادونو کې له کلونو کلونو کار وروسته پوه شوم، کله چې ته یوه وړه نجلۍ يي او یوه پیغله يي، ستا لپاره د اوسېدو خوندي ځای نه شته.

تاسو له بده مرغه کله ناکله ان په خپل کور کې هم خوندي نه یاست. تاسو په لارو کوڅو کې هم خوندي نه یاست.تاسو په ښوونځيو کې چې د نجونو بي احترامي کیږي او مناسب تشنابونه نه لري، هم خوندي نه یاست. هر چېرته چې خوندي ځای نه وي، هلته تاوتریخوالی او زور زیاتی وي."

هغه وايي د دوی اداره په ډېرو هېوادونو کې له سیمه اییزو مشرانو سره په ګډه کار کوي چې د ځوانانو په اړه یې نظرونه بدل کړي او له قانوني سن پوره کولو مخکې د پیغلو او ځوانانو پر ودونو بندیز ولګوي .

نوموړی وايي حکومتونه باید د ځوان نسل خبرې او ستونزې واورې او د هغوی له انرژۍ دې د هېوادونو په پرمختګ کې ګټه واخلي.

XS
SM
MD
LG