د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان نفوس هر کال یو میلیون زیاتیږي


د افغانستان نفوس هر کال یو میلیون زیاتیږي
د افغانستان نفوس هر کال یو میلیون زیاتیږي

د ملګرو ملتونو د شمېرنو له مخې د نړۍ نفوس سږ کال اووه ملیاردو ته رسېدلې او د وړاندوینو په اساس تر دوه زره او پنځه ویشتم کاله به اتو ملیاردو ته ورسیږي

د جولای يوولسمه چې د نفوس نړیواله ورځ ده، د افغانستان د روغتیا، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو او په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو ادارې ددغې ورځې د نمانځنې پر وخت افغانستان په اسیا کې یو له هغو نهو هیوادونو یاد کړ چې نفوس یې مخ په ډېرېدو دی او د زوکړې لوړه کچه لري.

د عامې روغتیا وزارت مرستیالې ډاکټرې نادرې حیات برهاني خبریالانو ته وویل، د احصائيې د ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان اوسنی نفوس شپږ ویشت ملیونه او شپږ سوه زرو ته رسیږي، خو وړاندوینه کیږي چې په راتلونکو څلوېښتو کلونو کې په هر کال کې یو ملیون نفوس زیاتیږي هغې زیاته کړه تر ۲۰۲۵ کاله به د افغانستان نفوس ۴۵ ملیونو ته لوړ شي.

XS
SM
MD
LG