د لاس رسي وړ اتصالات

د ځوانانو د مهارتونو نړیواله ورځ؛ 'افغانستان کې ځوانانو ته هیڅ فرصت نشته'


.
.

د ځوانانو د مهارتونو د نړیوالې ورځې سره هممهاله په افغانستان کې یو شمیر ځوانان وايي، چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د خپلو مهارتونو د غوړیدو لپاره هیڅ فرصت نه ویني.

د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ په ۲۰۱۴ کال کې د جولای ۱۵ د ځوانانو د مهارتو د ورځې په توکه نومولې ده. ددې ورځې په ترڅ کې د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې د ځوانانو د استعدادونو او د هغوی د وړتیاو څخه نمانځنه کیږي.

د پخواني جمهوریت په رژیم کې د پروان ولایت څخه د ځوانانو انتخابي استازي پرویز امریکا غږ ته وویل، چې په تیرو دوو کلنو کې په افغانستان کې د ځوانانو لپاره په ځانګړي ډول نجونو ته د هغوی د استعدادونو د غوړیدلو لپاره فرصتونه ډیر کم شوي او یا هم خورا محدود شوي دي.

ښاغلي پرویز وویل: "له هغه وخته، چې پخوانی حکومت ړنګ شوی مونږ داسې فرصتونه نه دي لرلي، چې په ترڅ کې د ځوانانو لپاره، ځوان فکر، خلاقیت او د هغوی مهارتونو ته ارزښت قایل شي".

پرویز وویل، چې یو پراخ او هر اړخیز پلان کولی شي، چې خلاق او مبتکر ځوانان سره د یو چتر لاندې راغونډ کړي او د هغوی له استعدادونو څخه ګټه پورته کړي په تیرو شلو کلنو کې په افغانستان کې موجود نه و، خو د تیرو دوو کلنو پرتله محدود هم نه و او یا په ځینو مواردو کې بیخې له منځه نه و تللي.

د ځوانانو ددغه پخواني استازې په وینا په اوسنیو شرایطو کې ځوانانو ته زمینه دومره تنګه شوې، چې حتی ځوان قشر د خپلو مهارتونو په ډاګه کولو لپاره هیڅ انګیزه نلري.

هغه وویل: "مونږ په داسې حال کې د ځوانانو د مهارتونو نړیواله ورځ نمانځو، چې متاسفانه نشو کولی، چې د خپلو ځوانانو څخه په کال کې حتی تر پنځه مهارتونه ولرو. متاسفانه دا په دې معنی دی، چې زمونږ ځوانانو ته فرصتونه برابر نه دي او دوییم داچې ځوانان د ژوند په هغو برخو کې بوخت دي، چې هغوی مستحق نه دي لکه لوږه، بیکاري او نور ګواښونه".

د ارغواني شنبې د ورځو په نوم د ښځو د یو خوځښت مرستیاله نسرین فرامرز امریکا غږ سره په مرکه کې په افغانستان ځوانانو لپاره وضعیت بحراني وښود. میرمن نسرین وویل،چې واک ته د طالبانو د بیا سریدلو وروسته ځوانان په ځانګړي ډول نجونې د ډیرو زیاتو ننګونو سره مخ شوي او هغوی له خپلو اساسي حقونو څخه محرومې شوي دي.

میرمن فرامرز وویل، چې روان وضعیت ددی سبب شوی، چې ځوانان ( نجونې او هلکان) د روحي ستونزو سره مخ شي. میرمن فرامرز وویل، چې په تیرو وروستیو دوو کلنو کې د ځوانانو ترمنځ د ځان وژنې پیښې هم زیاتې شوي دي.

میرمن فرامرز وویل زیاته کړه، "متاسفانه، چې طالبان د هنر او هر هغه څه، چې د ځوانانو د استعدادونو د غوړیدو سبب ګرځې ورسره دښمني لري".

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتیو نیوګوتیرش ددې ورځې په مناسبت د خپل ټویټر په پاڼه په پیغام کې ویلي، چې ځوانان باید په باکفیته تعلیم، ټرینیګ او په مهارتونو سمبال شي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې برخه کې د ښوونکو مسلکي وړتیاو د زیاتیدو اړتیا یادونه هم کړې ده.

د طالبانو حکومت ددغې ورځې په مناسبت د شنبې په ورځ کومه غونډه نه وه جوړه کړې.

افغانستان لپاره د امریکا سفارت، چې اوس مهال د قطر په پایتخت دوحه کې فعالیت لري د خپل ټویټر په پاڼه ددې ورځې په مناسبت ویلي، چې د امریکا متحده ایالات د ځوانو استعدادونو د غوړیدو لپاره ځوانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. دغه سفارت ویلي، چې راتلوونکي د ځوانانو په لاس کې ده.

د طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې د شتو امکاناتو په چوکاټ کې د ځوانو استعدادونو د غوړیدو هڅه کوي او ځوانانو ته ددغسې یو چاپیریال د رامنځ کولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

د افغانستان د نفوس زیاته برخه ځوانان جوړوي. د افغانستان د مرکزي احصایې د ۱۳۹۹ کال د شمیرنې له مخې دا هیواد د نړۍ په ۲۰ هیوادو کې شامل دی، چې د نفوس زیاته برخه یې ځوانان دي. ددې ادارې د راپور له مخې افغانستان کې ۲۲ میلیونه وګړي، چې ددغه هیواد د مجموعي نفوس شاوخوا ۶۷ فیصده جوړوي د ۲۴ کلنو څخه ښکته عمرونه لري.

XS
SM
MD
LG