د لاس رسي وړ اتصالات

برازیل او ګانا د فوټبال د روانو نړیوالیو سیالیو سره مخه ښه وکړه


Netherlands supporters celebrate following the World Cup quarterfinal soccer match between the Netherlands and Brazil at Nelson Mandela Bay Stadium in Port Elizabeth, South Africa, Friday, July 2, 2010. Netherlands defeated Brazil 2-1 on Friday, becoming
Netherlands supporters celebrate following the World Cup quarterfinal soccer match between the Netherlands and Brazil at Nelson Mandela Bay Stadium in Port Elizabeth, South Africa, Friday, July 2, 2010. Netherlands defeated Brazil 2-1 on Friday, becoming

دهالېنډ دفوټبال ملی ټېم په جنوبی افرېقا کی دفوټبال د نړېوال کپ په ټورنامېنټ کی برازېل ته دوه دېو په مقابل کی ماتی ورکړه.

برازېل پنځه ځلی دفوټبال قهرمانی گټلی وه . دهالېنډ ټېم دتېرو دولسو کلونو په دوران کی دلومړي ځل لپاره دفوټبال په نړېوال ټورنامېنټ کی ځان سېمی فاېنل ته ورساوه. پرونئ لوبه دجنوبی افرېقا دپورټ الېزابېت په سټډېم کی وشوه .

هالنډي فوټبالر وېسلی سنچیز دلوبی په اته شپېتمه دقېقه کی گول وکړ. دلوبی په لومړئ نېمه کی دبرازېل ټېم مخکی ؤ . برازېلی فوټبالر رابنهو دلوبی په لسمه دقېقه کی گول وکړ . خو دبرازېل د ټېم غړو خپله توجه وروسته دهغې له لاسه ورکړه چه دلوبی په دری پنځوسمه دقېقه کی برازېلی فوټبالر فېلېپی مېلو په ځای ددې چه گول وکړی، د خپل ټېم دگول کېپر جولېو قېصر سره ېې ټکر وکړ. دلوبی په دری اوېاومه دقېقه دبرازېل په ټېم کی لس لوبغاړی پاتی شول ځکه چه ېو فوټالبر ېې دهالېنډ په ېوه فوټبالر باندی دلوبی په دوران پښه کېښودله او په جزاېې ډول دلوبی نه ووېستل شو.

کله چه په کال 1980 مېلادی کی د هالنډ ټېم دپاریس دفوټبال په نړېوال ټورنامېنټ کی دبرازېل په لاس په سېمی فاېنل کی ماتی وخوړه، دا لومړی ځل دی چې کوارټرفاېنل لوبه ېې وگټله.

گانا چه پرون ېې دنړئ دفوټبال دقهرمان ېوراگاېې سره لوبه وکړه، دشپږو باقی پاتی ټېمونو په جمله کی ېوځنی افرېقاېې ټېم ؤ چه دفوټبال دنړېوال کپ د ټورنامېنټ په کوارټر فاېنل کی ېې برخه لرله. ېوراگاېې دتېرو څلوېښتو کلونو په دوران کی دلومړي ځل لپاره په اتم رونډ کی پاتی شوی دی. ېوراگواېې په کال نونس سوه دېرش او بېا ېې په 1950 مېلادی کی دفوټبال دقهرمانئ لقب وړی ؤ. نن به د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې جرمني د ارجنټاین او هسپانیه د پراګوای سره لوبه کوي او دغه ټورنامېنټ به دجولاېې په لسمه په جهانزبرگ کی پای ته رسېږی.

XS
SM
MD
LG