د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبي افریقا کې د فوټبال نړیوالې سیالۍ نیمه پای لوبې ته ورسیدې


په جنوبي افریقا کې تر ټولو ستر د فوټبال لوبغالې
په جنوبي افریقا کې تر ټولو ستر د فوټبال لوبغالې

په جنوبی افرېقا کی دفوټبال دنړېول کپ د کوارټر فاېنل په وروستېو لوبو کی آلمان څلور دصفر په مقابل کی ارجنټاېن ته ماتی ورکړه. او هسپانېې ېو دصفر په مقابل کی پاراګوای ته ماتی ورکړه.

ارجنټاېن پخوا دوه ځلی دفوټبال دنړېوال ټورنامېنټ قهرمانی گټلی وه. پرونئ لوبه د دواړو ټېمونو په منځ کی په کیپ ټاون کی وشوه او د هسپانېې او پاراګواېې ترمنځ لوبه دجهانزبرګ په الېس پارک نومې لوبابغالۍ کی وشوه .

هسپانوی فوټبالر دلوبی په دری اتېا ومه دقېقه کی ګول وکړ. هسپانېه فعلاً په اروپا کې دفوټبال دلوبې قهرمانه ده. د ارجنټاېن ټېم پرون خپل بهترېن فوټبالران مېدان ته راوېستلی وو، خو دالمان ټېم په پوره حوصله او نظم لوبه ورسره وکړه.

دارجنټاېن د ټېم دفاع ډېره کمزوری وه. په کال 2006 مېلادی کی هم المان ارجنټاېن ته د فوټبال دنړېوال ټورنامېنټ دکوارټر فاېنل او په کال 1990 مېلادی دفاېنل په لوبو ماتی ورکړی وه . خو په کال 1986 مېلادی کې دفاېنل لوبه ارجنټاېن گټلی وه. دپرونئ شرمناکې ماتی نه وروسته اوس د مشهور فوټبالر مارادونا تر کېپټانۍ لاندی، دنړېوال کپ دگټلو لپاره د ارجنټاېن دفوټبال ټېم ارمان پوره نه شو.

ددی نه مخکی چه ارجنټاېن د المان سره دنړېوال کپ کومې شل لوبی شوی وې ، ېو وار هم ماراډونا په کی ګول نه ؤ کړی.

په جنوبي افریقا کې د فوټبال د نړیوالو سیالیو نیمه پای لوبې یا سیمې فاینل به د راتلونکې سه شنبې او چارشنبې په ورځ یانې د جولای د میاشتې په 6 مه او 7 مه وشي. پدغو لوبو کې به آلمان د هسپانیې د لوبډلې سره او هالنډ به د یوروګوای د لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته راودانګي.

فاینل یا د پای لوبه به د یکشنبې په ورځ د جولای د میاشتې په 11 مې د جنوبي افریقا په پایتخت جهانزبرګ کې په هغه لوبغالې کې وشي چې په ټوله جنوبي افریقا کې ستر او مشهور لوبغالی دی.

XS
SM
MD
LG