د لاس رسي وړ اتصالات

'افغان چارواکي امریکايي کمپنۍ په سرغړونو تورنوي'


'افغان چارواکي امریکايي کمپنۍ په سرغړونو تورنوي'
'افغان چارواکي امریکايي کمپنۍ په سرغړونو تورنوي'

دواشنگټن پوست ورځپاڼې د جنورۍ د دوه ویشتمې نیټې په گڼه کې لیکلي چې د افغانستان حکومت څو امنیتی کمپنۍ چې په دې کې څویی د امریکا د حکومت سره کار کوي په دې تورنې کړي دي چې دوی جدی سرغړونې کړي دي. امریکایی مامورددغې خبرې په کولو سره دا اندیښنه څرگنده کړیده چې دا کار کولی شي د امریکا وتل له افغانستان نه چټک کړي.

واشنگټن پوست لیکي چې د افغانستان مامورینو یو لست تر تیب کړی دی چې په هغه کې د شپاړسو امریکايي، بریتانوي کمپنیو نومونه هم شته دي چې په سرغړونو کې لاس لري. همدارنگه په لست کې اوه داسی نورې کمپنۍ هم شاملې دي چې د افغانستان د لویو چارواکو سره تړاو لري.

واشنگټن پوست لیکي دهغې پریکړې په اساس چې سرغړونکي کمپنۍ وتړی په دوی کې داسې کمپنۍ دي چې اته سوه کسان یې د یو اس ایډ د پروژو لپاره امنیت برابروي او ٣٠٠٠ نور یې دي چې د پوځي تاسیساتو د جوړونې لپاره امنیت ټینگوي. دغه خبره یوه امریکايي مامور د نوم د ښودلو پرته کړې ده. ده ویلي دي چې مونږ اوس دې ته منتظر یو چې واورو کومه یوه نوې کمپنۍ په دې تور لست کې شاملیږي او د انحلال غوښتنه یې کیږي. په دې لست کې د تریپل کانوپي، بلو هیکل او جي فوراس بریتانوی کمپنۍ شاملې ده. په دې کې هغه کمپنۍ هم شامله ده چې د امریکا دسفارت امنیت ساتي. یوه بله کمپنۍ د کابل د هوایی ډگر تاسیسات خوندي کوي.

واشنگټن پوست لیکي چې تراوسه پورې حامد کرزی د دغو کمپنیو د تړلو امر نه دی ورکړی. یوه افغان مامورویلي دي چې تراوسه پورې د تړلو پریکړه نه ده شوې بکه دوی باندې داسې خبرې روانې دي چې دوی د مالیې له ورکولو نه ډډه کوي. یوه کمپني تورنه ده چې د افغانستان حکومت ته د اتو ملیونو ډالروله ټکس نه ځان تیروي.

ورځپاڼه زیاتوي دغو پرمختیاوو د خصوصی کمپنیو بحران زیات کړی. په تیرو شپږو میاشتو کې حامد کرزي هلې ځلې وکړې چې د خصوصی کمپنیو په ځای حکومت ساتونکي په کار وگمارل شي. امریکایی مامورینو او ډپلوماتانو چې د کرزي د دې پریکړې ننگه کړیده، کوښښونه یې کړيدي چې خصوصی کمپنۍ ددوی سفارتونه او پروژې وساتي.

واشنگټن پوست لیکي چې په تیر دسامبر کې ځنې موافقې وشولې چې خصوصی کمپنۍ به تر یووخته پورې پاتې شي خو ددې لست خپریدل یو ځل بیا ددوی اندیښنې زیاتې کړي دي.

XS
SM
MD
LG