د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: افغانستان له امریکايي قراردادیانو مالیه غواړي


واشنگټن پوسټ: افغانستان له امریکايي قراردادیانو مالیه غواړي
واشنگټن پوسټ: افغانستان له امریکايي قراردادیانو مالیه غواړي

دواشنگټن پوست ورځپاڼه ددوشنبی په ورځ د جنوری په ١٧ مه لېکی دافغانستان حکومت خپلې هڅی په دې برخه کې زېاتوی چې دامرېکا هغه قراردادېان چې په افغانستان کې کار کوی ، مالېه ورکړی.

د مالی اخېستلو دغه ابتکار دافغانستان حکومت ته ډېر عاید په لاس ورکوی خو د نړیوال اېتلاف سره جنجال ته هم لمن وهلی شي.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه ددوشنبی په ورځ د جنوری په ١٧ مه لېکی دافغانستان حکومت خپلې هڅی په دې برخه کې زېاتوی چې دامرېکا هغه قراردادېان چې په افغانستان کې کار کوی ، مالېه ورکړی. داهغه هڅه ده چې دافغانستان حکومت ته چې پېسو ته سخت ضرورت لريو په ملېونو ډالره گټه برابرولی شی. خو له بل پلوه افغان اوامرېکا ېې چارواکی وايی چې د حکومت داهڅی له امرېکا سره تازه جنجال هم رامنځته کولی شی.

واشنگټن پوست لېکی چې دامرېکا په مرستوباندی مالېه لگول، دامرېکا په قانون کې بند کړی شوېدی. همدرانگه دهغو دوه اړخېزو توافقاتو په واسطه هم بند شوېدی چې دامرېکا اوافغانستان ترمنځ موجود دی. خو الفاظ ېې مبهم دی. دواړه حکومتونه په دې باندی توافق نلری چې له مالېې نه معافېدل څه مانا لري.

هغه غېر افغان قراردادېان چې په افغانستان کې کار کوی هغوی ته په دې نېژدی وخت کې دحکومت له خوانه امرشوېدی چی دهغوی کارونو مالېه ورکړی چې په افغانستان کې ېې دامرېکا د حکومت له خوانه کوی. ورځپانه لېکی چې دغو قراردادېانو دامرېکا ددفاع او خارجی چارو وزارت ته عرېضی کړېدی چې دا مسله ورته له افغان حکومت سره روښانه کړی. خو هغوی ته وېل شوېدی چې دغه امر نادېده وگڼی او دخپلو حقوقو لپاره مبارزه وکړی.

واشنگټن پوست دافغان حکومت له قوله لېکی چې په دې برخه کې هېڅ تشرېح او روښانولو ته ضرورت نشته دی. حکومت په دې پېل کړېدی چې دمالېې تقاضا نامی ور ولېږی او ېوشمېر کمپنېو ته ېې گواښ کړېدی چې توقېف ېې کړی، یا یې د کار جوازونه منسوخ کړی او ېا ېې دمرستواموال ضبط کاندی. دواشنگټن پوست ورځپاڼه دمالېې د وزېر عمر ذاخېلوال له قوله لېکی چې هغه دېوې پوښتنی په ځواب کې ووېل چې هغه څه چې دقانون او توافقاتوپه واسطه معاف شوي ندی هغه به معاف نشی. هغه زېاته کړېده چې افغانستان د مالېې دنه ورکولو په برخه کې ډېر کلک درېځ لري.

دغه جنجال چې ورځ په ورځ تودېږي ، دهغو اختلافاتو په لړکې ېو اختلاف نظر دی چې دافغان اوامرېکا د حکومت ترمنځ موجود دی. دامرېکا د حکومت په مشرتابه داېتلاف قواوی دکال تر لسوملېارد ډالرو پورېت په شخصی څانگو کې لگوي. دا شمېر له هغه شمېر له هغه عاېد نه چې افغان حکومت توقع لری دکال په اخرکې ېې واخلی له پنځه چنده نه هم زېات دی. دافغانستان حکومت دکال $1.8 بلېونه ډالره دمالی کال ېعنی مار چ په اخر کې ترلاسه کوی.

ورځپاڼه لېکی هغه وروستی جنجال چی د شخصې امنېتی کمپنېو په سر موجود و هغه لاتراوسه پورې حل شوی ندی. ددی مېاشتی په سرکې دافغانستان جمهوررئېس حآمدکرزي ېو پلان منظؤر کړ چې پر ټولو خارجی کمپنېو دالازموي چې دافغانستان دامنېتی کمپنېو محافظېن استخدام کړی، نه دا چی دشخصی امېنتی کمپنېو محآفظېن استخدام کړی. خو دحکومت محآفظېن چې دافغانستان دخلکو دمحآفظېنو په نامه اېادېږی لاتراوسه پورې د کاغذ پر مخ موجود دی او په واقعېت کې موجود ندی. د واشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چې دناټو نوی پروژی لږ تر لږه 2500 محآفظېنو ته ضرورت لری.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه په پاې کې لېکی چی دافغانستان حکومت له ډېر پخوانه خارجی بسپنه ورکوونکې هېوادونه دېته هڅولی دی چې خپل بلېونونه ډالره دافغانستان د حکومت د وزارتونو له خوانه په افغانستان کې ولگوي، نه دا چی داسی پروژی جوړی کړې چې مستقېما ېې قراردادېانو ته ورکړی او هغوی کار وکړی. په دې کې دمثال په توگه د اېتلاف د بېارغونی ولاېتی ټېمونه ېادېدلی شی؛ دغو ټېمونو ته په پراخه کچه بودجه ورکول کېږی چې سړکونه جوړ کړی، داوبو بندونه اونوری پروژی جوړی کړي؛ خو دغه پروژی دافغانستان د حکومت له ترجېحآتو سره هرو خت اړخ نه لگوی.

XS
SM
MD
LG