د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما - د ۲۰۱۵ کال کانګرس او سیاسي جنجالونه


۲۰۱۴ کال د ولسمشر اوباما دپاره په سیاسي لحاظ یو ستونزمن کال و خو د جمهوري غوښتونکو د ګوند دپاره بیا یو ښه کال و ځکه د نومبر د میاشتې د کانګرس د منیځنۍ دورې انتخابات یې وګټل او د سنا او استاځو په مجلس کې یې اکثریت ترلاسه کړ.

جمهوري غوښتونکي به اوس د دوو کلونو دپاره د امریکا د مقننه قوې کنټرول په لاس کې ولري او په دې سره د ولسمشر اوباما د جمهوري ریاست د ورستیوو دوو کلونو دپاره د نورو سیاسي بندشونو او جنجالونو دپاره زمینه مساعده سوه.

جمهوري غوښتونکي به د نومبر د میاشتې د منځنۍ دورې د انتخاباتو د ګتلو وروسته د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په میاشت کې د کانګرس کنټرول ترلاسه کړي او ولسمشر اوباما به په خپلو پاتو دوو کلونو کې د یو ستر سیاسي چلنچ سره مخ شي.

خو ولسمشر دمخه لا جمهوري غوښتونکو ته سیګنال ورکړ چې که همکاري ورسره ونکړي نو دی به خپل د سلاحیتونو په چوکاټ کې یو جانبه اقدام وکړي او بیلګه یې د ولسمشر وروستی فرمان دی چې بې اسناده مهاجر یې د امریکا څخه د شړلو نه وژغورل او د کیوبا سره یې د نیمې پیړۍ وروسته ډیپلوماتیکې اړیکې بیا پرانیستلې.

ولسمشر اوباما د کیوبا سره د اړیکو د پرانیستلو په هکله داسي وویل ،،تیرو پنځوسو کلونو دا وښودله چې انزوايي تګلاره کار نه ورکوي. اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې یوه نوې تګلاره غوره کړو.،،

بېنر: مونږ د حکومتدارۍ توان لرو

په داسي حال کې چې په ۲۰۱۵ کال کې به جمهوري غوښتونکي د کانګرس د دواړو برخو کنټرول ترلاسه کړي، د استاځو د مجلس مشر جان بینر وايي چې ګوند یې آماده دی چې هېواد ته دا ثابته کړي چې د حکومتدارۍ توان لري. هغه داسي وايي ،، پرته له شکه چې د امریکایانو د خدمت موقع د ویاړ موقع ده او دا ویاړ هغه وخت لازیات اهمیت پیدا کوي چې هېواد د سترو ستونزو سره مخ وي. مونږ علاقه مند یوو او آماده یو چې کار وکړو.،،

خو د سیاسي چارو کارپوه فیلیپ ستتس بیا وايي چې د ولسمشر اوباما په وروستیو دوو کلونو کې د جمهوري غوښتونکو له خوا د کانګرس کنټرول به د ګوندي اختلافاتو دپاره لاره هواره کړي.

هغه داسي وايي ،،اوس چې مونږ د ۲۰۱۵ کال پر لوري روان یوو د کار لږ فرصت باقي دی او کله چې د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست دپاره کاندیدان خپل دریځونو معلوم کړي نو جنجال به لازیات سي او یوه سیاسي جګړه به پیل سي. هیڅوک به د یوه بل سره نه جوړیږي او بیا به داسي یو حالت راشي چې ټول به بیا د واشنګټن څخه کرکه پیل کړي.،،

،،جمهوري غوښتونکي دي د حکومتدارۍ وړتیا ثابته کړي،،

د امریکا د شیکاګو د پوهنتون څخه د چارو کارپوه ویلیم هاوېل وايي چې د جمهوري غوښتونکو هلې ځلې چې خپل شهرت سم کړي ښايي د دې ګوند دپاره ګټه وکړي په داسي حال کې چې امریکايي رای ورکونکي د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته سترګې په لاره دي.

ښاغلی هاویل داسي وايي ،،دوي دې ته اړتیا لري چې خپل د حکومتدارۍ وړتیا خلګو ته وښيي. دوي نشي کولای چې د امریکا په سیاست کې یواځي داسي قوه واوسي چې خنډ جوړ کړي. دوي باید د چارو په ترسره کولو کې هم خپله وړتیا ثابته کړي.،،

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۵ کال کې به تمرکز د امریکا د جمهوري ریاست د سیاست لوري ته سوق سي چې په کښي د هیلري کلینټن د ممکنه کاندیدۍ مسله هم شامله ده.

میرمن کلینټن داسي وايي ،،مونږ باید موانع له مینځه یوسوو. ښځې باید په خپله خپل ډاډ غېښتلی او پیاوړی کړي چې د خپلو آرمانونو دپاره کار وکړي.،،

خو کلینټن ښايي دې ته اړه شي چې ځیني هغه لیبرال ډیموکراتان ځان ته راجلب کړي چې د سناتور الیزیبید وارین د اقتصادي پالیسۍ طرفداره وو. د هغې پالیسي ،، ایکونامیک پاپیولیزم،، نومېده او هدف یې دا و چې د څو بډایه کسانو پرځای باید په اقتصاد کې د امریکا عام ولس هم ونډه ولري.

سناتوره وارین داسي وايي ،،د امریکا وال سټریټ [د اسهامو بازا] په ډیر ښه وضیعت کې دی. د دې بازار مشران په میلیونو ډالر ګټي په داسې حال کې چې عام امریکایان په ټول هېواد کې د مالي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. مونږ باید هڅه وکړو چې حکومت د عامو امریکایانو دپاره کار وکړي.،،

د بوش او کلینټن کورنۍ او ۲۰۱۶ کال

د یادونې وړ ده چې د فلوریډا ایالت پخوانی والي جب بوش او د دوو پخوانیوو جمهور ریٌسان ورور او زوی پر دې غور کوي چې د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د کاندید په توګه ودریږي. دا ځل تمه کېږي چې زیات شمیر کاندیدان به د جمهوري غوښتونکو د ګوند څخه رامخکې شي چې تراوسه پوري یې جب بوش لومړی کس دی.

هغه داسي وايي ،، زه تراوسه په دې نه پوهېږم چې زه به یو ښه کاندید واوسم او که نه خو هیله لرم چې ښه وبرېښم. زه ښايي د ولسمشر په توګه ښه خدمت وکړم خو که رېښتیا رانه وپوښتی زه په دې هم تراوسه سم نه پوهېږم.،،

د ویلو وړ ده چې د ښاغلي بوش کاندیدیدل چې د پخواني دوو جمهور ريسانو ورور او زوی دی، داسې افکار زېږوي چې د بوش او کلینټن کورنۍ بیا په ۲۰۱۶ کال کې په سیاست کې سره مخ کېږي او خلګو ته دا ورپه یادوي چې دواړه کورنیوو د امریکا په معاصر سیاست کې په تیرو دیرشو کلونو کې شل کاله پر امریکا حکومت کړی دی.

XS
SM
MD
LG