د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن جمهور رئیس سعودي ته تللی او مظاهره چیانو پر ارګ برید کړی


د یمن جمهور رئیس سعودي ته تللی او مظاهره چیانو پر ارګ برید کړی
د یمن جمهور رئیس سعودي ته تللی او مظاهره چیانو پر ارګ برید کړی

د یمن په دویم لوی ښار طعز کې ماموران وايي، وسله والو کسانو د جمهوری ریاست پر ماڼۍ برید کړی څلور عسکر یې وژلي. ماموران وايي، دیکشنبی په ورځ په دغه تاوتریخوالي کې یو حمله کونکی هم وژل شویدی.

دغه حمله یوه ورځ وروسته له هغې وشوه چې د یمن مستبد جمهوررئیس دعلاج لپاره سعودي عربستان ته ولاړ.

د یکشنبی په ورځ دحکومت ضد په زرگونو احتجاج کونکو په صنعا کې دجمهوررئیس علی عبداله صالح تلل ولمانځل. دوی هیله لری چې دښاغلي صالح تگ به دایمي وي او د هغه ٣٣ کلنه واکمني به پای ته ورسوي.

دیمن دجمهوررئیس مرستیال عابد رابو منصور هادي دیکشنبی په ورځ دامریکا دسفیر جیرالډ فرسټین سره ولیدل . له دې نه داسې نخښی نښانی څرگندیږی چې ښاغلې هادی دجمهوررئیس له تگ نه وروسته دجمهوری ریاست وظیفه سرته رسوي.

د امریکا ماموران دا خبره هم کوی چې دجمهوررئیس بارک اوباما دملی امنیت سلاکار جان برینان دشنبی په ورځ دښاغلی هادی سره خبری وکړی.

دڅلورو نورو لوړرتبه مامورانو سره یوځای جمهوررئیس صالح دشنبی په ورځ په الوتکه کې سعودی عربستان ته ولاړل. په صنعا کې د جمهوری ریاست په ماڼۍ باندی د جمعی په ورځ حمله شوی وه او دوی په دغه حمله کې زخمیان شوی وو.

XS
SM
MD
LG