د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې په تیرو 24 ساعتونو کې 50 تنه وژل شویدي


په یمن کې په تیرو 24 ساعتونو کې 50 تنه وژل شویدي
په یمن کې په تیرو 24 ساعتونو کې 50 تنه وژل شویدي

د ېمن په پاېتخت کې د جمهور رئیس علي عبدالله صالح او دېوه مخالف قباېلي مشر دځواکونو په منځ کې جنګ روان دی او د تېرو ٢۴ ساعتونو په موده کې د ٥٠ نه زېات کسان وژل شوي دي.

داوېره موجود ده چې په دغه هېواد کې به کورنې جنګ شروع شي . دحکومت پرخلاف د جنګ د قوماندې مشري ېو پېاوړې قباېلي مشره د شېخ صادق الحمر کوي، چې د ېمن ددفاع وزارت ېې د جمهور رېس صالح په امر نن د نېولو احکام جاری کړی دي.

شېخ صادق الحمر نن دالجزېرې تلوېزون سره په ېوه مرکه کې تور ولګوه چې علی عبداله صالح اصلا غواړي چې ېمن په ېوه کورنې جنګ کې را ښکېل کړي.

نوموړي دعربي نړئ دمشرانو نه وغوښتل چې خپل فشار دې پر علي عبداله باندې زېات کړي چې استعفا وکړي په صنعا کې نن هم د حشېد د قبېلې دجنګېالو او حکومتي ځواکونو نښتې دوام لري. لوېدېځې خبري سرچېنې دعېني شاهدانو له قوله راپور ورکوي چې بېګاه دشپې له خوا نښتو په نتېجه کې د دواړو خواو نه ٢۴ کسان ووژل شول.

په عېن وخت کې دېمن د دفاع وزارت واېې چې نن په صنعا کې د وسلو په جبه خانه کي د چاودنې له امله ٢٨ کسان ووژل شول خو دAP خبري اژانس دخلکو له قوله راپور ورکړ چې اصلا دغه خلک په ښار کې د اوسېدنې پر ځاې باندې د ېمني ځواکونو د درندو توپونو د ډزو په نتېجه کې وژل شوي دي.

عېنی شاهدان واېې چې نن په صنعا کې څو درندې چاودنې وشوې، په ښار کې برېښنا ډېره کمه ده، او مخالفو جنګېالو په ښار کې څو مهمې حکومتي ودانئ نېولي دي،چې په د ې جمله کې دسرکاري خبري اژانس ،صبا، دفترونه هم په کې شامل دي. ډېر خلک دښار نه پېاده او په موټرو کې لګېا دي تېښتې .

دامرېکا خارجه وزارت په صنعا کې دامرېکا دسفارت غېر ضروري پرسونل ته دښار نه وتلو امر کړې او امرېکاېانو ته مشوره ورکړه چې دکورني جنګ او ټرورزم له وجې ، فعلا ددغه هېواد امنېتي وضع ډېره خرابه ده.نن په زرګونو خلکو په صنعا کې دعلی عبداله صالح د استعفا لپاره بېا غټه مظاهره وکړه.

XS
SM
MD
LG