د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن پارلمان د ولسمشر صالح د معافیت قانون منظور کړ


د یمن پارلمان د ولسمشر صالح د معافیت قانون منظور کړ
د یمن پارلمان د ولسمشر صالح د معافیت قانون منظور کړ

د یمن پارلمان هغه قانون رسما منظور کړ چي ولسمشر علي عبدالله صالح ته د محاکمې او قانوني تعقیب نه مصئونیت ورکوي، خو په عوض کي به یې هغه د ولسمشرۍ چوکۍ چي د ١٩٧٨ کال را هیسي یې اشغال کړې ده پریږدي.

دغه قانون چي د خلیج د هیوادونو په سرپرستۍ ترتیب شوی دی، ښاغلي صالح ته د هغو جرایمو نه چي د خپلي ٣٣ کلني واکمنۍ په وخت کي یې کړي دي، بشپړ مصئونیت ورکوي او د هغي معاملې یوه برخه ده چي د نومبر په میاشت کي لاسلیک شوې او هدف یې په یمن کي د میاشتو میاشتو سیاسي نا آرامیو ختمیدل دي.

د مصئونیت په دغي معاملې باندي د دیموکراسۍ طرفدارو فعالینو سخت انتقادونه کړي دي. هغوي د ولسمشر نه غوښتي دي چي د حکومت په خلاف مظاهره چیانو د سختو ځپلو له کبله چي په سلگونو خلک په کي وژل شوي دي باید محاکمې ته حاضر شي.

دغه نوی قانون دغه راز د ولسمشر صالح ځینو همکارانو ته هم یو څه مصونیت ورکوي، که څه هم چي په وروستیو شیبو کي په هغه کي یو لړ تعدیلات راغلي او دغه مصئونیت یې نور هم پسې کم کړی دی.

XS
SM
MD
LG