د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن یو مطرح جنرال له مظاهره چیانو سره یو ځای شوی


د یمن یو مطرح جنرال له مظاهره چیانو سره یو ځای شوی
د یمن یو مطرح جنرال له مظاهره چیانو سره یو ځای شوی

د یمن ېومعتبر جنرال چې د یمن د جمهوررئېس علی عبدالله بن صالح ډېر نېژدی ملگری و اوس د مظاهره چېانو ملاتړ کوي او پر جمهوررېس یې غږ کړی چې استعفې وکړي.

په هغه پېغام کې چې ددوشنبی په ورځ د الجزېره په تلوېزېون کې خپور شو جنرال علی محسن الاحمر اعلان وکړ چې دی د ځوانانو د سوله ئېز انقلاب سره همکاری کوی. رپوټ وايی چې ددغه جنرال له پېغام نه وروسته د یمن په پاېتخت صنعا کې ټانکونه ځاې په ځاې شوېدی.

په عېن حآ ل کې ، دملگروملتونو سرمنشی بان کېمون دامنېتی قواو په واسطه د اصلی مرمېو استعمال محکوم شوېدی. هغه ووېل حکومت ددې مسوولېت لری چی ملکېان خوندی وساتی. بان کېمون ددوشنبی په ورځ ووېل د سېاسی، ټولنېزو او اقتصادی اصلاحاتو په برخه کې له بحث نه پرته بله هېڅ لاره نشته ده چې د یمن شخړی حل کاندی.

د یمن جمهوررئېس صالح خپله ټوله کابېنه برطرف کړله ؛ په داسی حآل کې چې مظآهره چېان دده استعفې غواړی. رپوټونه وایی چې د علی بن صالح خپلی قبېلی هم له هغه نه لاس اخېستی دی او له هغو سره شرېک شوېدی چی دده استعفې غواړی. په داسی حآ لکې چې په لسهاو زره کسان د حکومت خلاف مظاهره چېانو په جنازه کې راټول شوی وو، د صالح پلوېانود جمعی په ورځ پرهغوی ډزی کړی وې اووژلی ېې وو.

XS
SM
MD
LG