د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې لس تنه مظاهره چیان وژل شویدي


په یمن کې لس تنه مظاهره چیان وژل شویدي
په یمن کې لس تنه مظاهره چیان وژل شویدي

نن د شنبې په ورځ د یمن امنیتي قواو په پایتخت صنعا کي په مظاهره چیانو باندي ډزي وکړې، ١٠ کسه یې په کي ووژل او په لسگونو نور یې زخمي کړل.

د طبي چارو کارکونکي او عیني شاهدان وایي چي دا ډزي په هغو په زرگونو مظاهره چیانو باندي وشوې چي بیا لارو کوڅو ته راوتلي وو او د جمهوررئیس

علي عبدالله صالح د ایسته کیدلو غوښتني یې کولې.

ځیني شخړي د پایتخت صنعا په څو سیمو کي وشوې چی د د مخالفو قبیلوي مشرانو او د ( علي محسن الاحمر ) د طرفدارانو قوي مورچلونه دي. دغه سړی د یمن په نظامي قواو کي یو جنرال و او د یاغیانو خوا ته ور اوښتی دی.

له بلي خوا د یمن په جنوب کي په یوه هوایي حمله کي د القاعدې لږترلږه اووه غړي وژل شوي دي چي په دې وژل سوو کسانو کي د ( انور العولاقي ) یو زوي هم شامل و. خپله ( العولاقي ) څه موده مخکي وژل شوی و.

قبیلوي مشران وایي چي عبدالرحمن العولاقي او د هغه د قبیلې څلور نور غړي د

( شبوا ) په ولایت کي د جمعې په ورځ د امریکا د مشکوکي بې پیلوټه الوتکي په حمله کي ووژل سول.

مخکي د یمن ددفاع وزارت ویلي و چي په دې حمله کی د یمن د څانگي د القاعدې د مطبوعاتو د چارو آمر ( ابراهیم البنا ) هم وژل شوی دی.

څو ساعته وروسته مشکوکو یاغیانو په یوه انتقامي حمله کي د تیلو یو پایپ لاین په بم والوزاوه.

XS
SM
MD
LG