د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن د تعز په ښار کې عسکرو مظاهره چیان وژلي دي، م م


د یمن د تعز په ښار کې عسکرو مظاهره چیان وژلي دي، م م
د یمن د تعز په ښار کې عسکرو مظاهره چیان وژلي دي، م م

دبشری حقوقو اداره وايي د ېمن عسکرو تر پنځوسو نه زېات کسان د تعز په ښار کې وژلي دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو اداره وايي دوي ته داسې رپوټونه رسېدلي دي چې د ېمن عسکرو تر 50 نه زېات کسان چی دحکومت خلاف ېې مظاهره کوله، د ېکشنبې دورځې راهېسې د تعز په ښار کې وژلی دی.

د بشري حقوقو رئېسه "نېوي پېلای" دسه شنبې په ورځ د ېمن د حکومت دغه اقدام چې دمظآهره چېانو خلاف ېې له قوت اوشدت نه کاراخېستی دی محکوم کړ. هغې دغه عمل دملامتېا اوسرزنش وړ وباله اوحکومت ېې دېته وهڅاوه چې داخبره ېقېني کړي چې د خپلوخلکو بشري حقوق ېې وساتل شي.

د بشری حقوقو رئېسی "نېوي پېلای" دامنېتِ قواود غه عمل هم محکوم کړ ې چې د تعز په ښار کې ېې ېوروغتون اشغال کړېدی او ېو کتنځی ېې دمظاهره چېانوپه کمپ کې وران کړېدی. هغی ووېل چې پکارده صحی ماموران او صحی ودانی هېڅکله د حکومت د قواو له خوانه په نښه نشی.

داوروپايي اتحاد دخارجی چارو رئېسه کاترېن آشتن د سه شنبی په ورځ ووېل دا د قوت په استعمال ارېانه شوه چې د مظاهره چېانوخلاف ېې له ګولېونه کار اخېستی دی. هغې داعمل په ډېرو سختو الفاظو محکوم کړ.

ددوشنبی په ورځ عېنی شاهدانو ووېل چې په جنوبی ېمن کې امنېتی قواو د مخالفېېنو پرمظاهره چېانوباندی د تعز په ښار کې سختی ډزی وکړلی او لږ تر لږه شل کسان ېې ووژل. عېنی شاهدانو وايل د جمهوررئېس طرفدارو قواو د مظاهره چېانو پر کمپ نن هجوم ور وړی و.

دېکشنبی په مظآهرو کې هم په تعز کې څو تنه مظآهره چېان هغه وخت ووژل شول او په لسها ونو رزخمی شول چې ېوشمېر ټوپک والاو په ملکی لباس کې د مخالفېنو پر مظاهره چېانو باندی ډزې وکړلی.

د زنجبار او ابېان اوسېدونکیو ددوشنبی په ورځ ووېل دېمن جنګی الوتکو داسلامی افراطېانو خلاف بمباری وکړله. رپوټ وايی چې په سوونو افراطېانو پر دغه ښارباندی خپل اقتدار ټېنګ کړېدی. د جمهوررئېس صالح مخالفو جنرالانو پر هغه تور لګولی دی چی د ابېان ولاېت ېې ترهګرانو ته تسلېم کړېدی.

په عېن حآل کې امنېتی چارواکېو وېول ددوشنبی په ورځ ددوی څلور تنه عسکر زنجبار ته نېژدی ووژل شول او 7 تنه زخمی شول. زنجبار په ېمن کې دریم ستر ښار دی. دامعلومه نده چې ددې برېد مسوولېن څوک وو.

XS
SM
MD
LG