د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې پنځه ورځنی اوربند کیږي


په یمن کې د روانې جګړې له کبله په زرګونو خلک اساسي اکمالاتو ته اړ شوي دي.
په یمن کې د روانې جګړې له کبله په زرګونو خلک اساسي اکمالاتو ته اړ شوي دي.

په یمن کې د پنځو ورځو لپاره اوربند کیږي،په یمن کې د سعودي په مشرۍ یو ایتلاف د حوثي یاغیانو پر ضد هوايي بمبارۍ او کمپاین کوي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرعادل الجبیر وویل " غواړم داخبره یقیني کړم چی که حوثیان او د هغوی متحدین په خپلو هغو ژمنو و نه دریږي چی په تړون کې ځای شویدي، نو دغه اوربند به مات شي."

دغه اوربند د را روانې سه شنبې په ورځ پيل کیږي، خو په همدې حال کې د سعودي الوتکو د جمعې د ورځې په ورستیو کې د یمن د صعده په ولایت کې پر بېلابېلو اهدافو بریدونه وکړل، د اوسیدونکو لپاره د سیمې د پریښودلو وروستۍ نیټه هم پای ته رسېدلې وه.

د سعودي په مشرۍ د ایتلاف ویاند برید جنرال احمد اسیري " اوس صعدا او عمران کې کوم محدودیت نشته، ځکه چې دا سیمې اوس په پوځي ښارونو بدلې شوي دي چې په حوثي ملیشو پورې تړلي دي او باید بمبارد شي. "

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د اوربند د اعلان په ترڅ کې ټینګار وکړ چې په یمن کې دوامداره سوله یوې بیلې لارې ته اړتیا لري.

ښاغلي کیري وویل "بالاخره به د جګړې دواړه خواوې د سولې او مذاکراتو لاره غوره کړي او ډېرې سختې پرېکړې به وکړي او هغه به ېوازې داوربند په هکله نه وي، ځکه چې تر ټولو دوامدار اوربند هم د سولې ځای نیولی نشي نیولی. پکارده چې دیمنیانو په مشرتوب یو داسې هر اړخیز سیاسي بحث وشي چې ټولې د خیلې خواوې یې ملاتړ وکړلی شي. "

د دغې جګړې له امله ، په زرګونو خلک اساسي اکمالاتو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو مرسته کوونکي چارواکي له سعودي عربستان نه غواړي چې په یمن کې عمومي هوايي ډګر په نښه کول ودروي، او وايي چې هوايي بریدونو د دغه سخت زیانمن شوي هوايي ډګر له لارې د اکمالاتو لیږل له مشکل سره مخامخ کړي دي.

ښاغلی کیري وايي چې یمن د یو بشري ناورین په منځ کې را ایسار دی. د هغه سعودي انډول هم د دې اړتیا په اړه ورته نظر څرګند کړ، او له هیوادونو نه یې وغوښتل چې څومره زر کیدلای شي د مرستې زیات اکمالات ولیږي.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف له هغه وروسته پر حوثي یاغیانو بمبارۍ شروع کړي، چې دغه ډلې د یمن ځیني سیمې ونیولې او د دغه هېواد ولسمشر سعودي ته وتښتېد.

XS
SM
MD
LG