د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې یو امریکايي ویشتل شوی او وژل شوی دی


د انگلیسي ژبې یو امریکایی ښوونکی په یمن کې په خپل موټر کې ویشتل شوی او وژل شویدی.امنیتي مامورین وایي دوو ټوپک والاوو چې په موټر سایکل سپاره وو، نن د تایز په ښار کې ورباندي ډزې وکړې. وسلوال تښتیدلي دي. مامورین وایي دغه وژل شوی شخص په یمن کې د سویډن انستیتوت په نامه د انگلیسي ژبې د ښوونځی ریس و.

د دې حملی مسولیت چا په غاړه نه دی اخستی، خو محلي مامورین وایې داسي ښکاري چې دا به د القاعدې کار وي.

ددې وژنې نه درې ورځې مخکي د سویسی ژبې یوه ښوونکې د یمن د هدیدا په بندری ښارگوټی کی وتښتول شوه. دا نه ده څرگنده چې چا دا ښځه تښتولې ده او دا هم نده معلومه چې ولي هغه وتښتول شوه.

په تیر کال کې د ولسمشر علي عبدالله صالح په ضد د احتجاجونو راهیسي چې هغه مجبورشو د هیواد نه وتښتي په یمن کې گډوډي روانه ده.

نن بله پیښه دا ده چې یمنی ځواکونو په هغو ښارونو چې د القاعدی له خوا کنترولیږي، په اسلامی جگړه مارانو د توغندیو گوزارونه کړیدي.

دا نده معلومه چې د توغندو په دغو حملو کې چې د زنجبار او جار په سیمو شویدی ، تلفات یی هم اړولي دی یا نه؟

XS
SM
MD
LG