د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې ۸ تنه د حکومت طرفدران وژل شویدي


په یمن کې ۸ تنه د حکومت طرفدران وژل شویدي
په یمن کې ۸ تنه د حکومت طرفدران وژل شویدي

د یمن چارواکي وایي چي په یوه هوایي حمله کي چي هدف یې د یمن په جنوب کی د القاعدې مربوط یاغیان وو، اشتباها د حکومت طرفدار اته قبیلوی سړي وژل شوي دي.

مامورینو وویل چي ددې حملې په وخت کي دغه قبیلوي سړي پرون د جمعې په ورځ د ( زنجبار ) په ختیځ کي د یاغیانو سره په جگړه اخته وو.

له بلي خوا چارواکو ویلی دي چي د یمن په جنوب کی په شخړو او جگړو کي د پوځ شپږ عسکر او پنځه یاغیان وژل شوی دي.

یاغیانو چي د القاعدې سره تړاو لري د یمن په جنوب کي ځینی سیمي هغه وخت ونیولې چي د جمهوررئیس علي عبدالله صالح د راپرځولو د پاره یې په مظاهرو او بلواگانو پیل وکړ.

واشنگټن دا ویره لري چي یاغیان به د یمن د حکومت په مقابل کي ددغو نا آرامیو نه استفاده وکړي او هلته به ځان ته د پټیدو د پاره نور ځایونه هم پیدا کړي او د لویدیځ په مقابل کی به د حملو پلانونه جوړوي.

ښاغلی صالح لا په سعودی عربستان کی دی او هلته یې د هغو زخمونو علاج وشو چي د جون په میاشت کي د هغه د جمهوري ریاست په ماڼۍ باندي د یوې حملې په وخت وررسیدلي وو.

XS
SM
MD
LG