د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان پارلمان ته څوک کاندیدان دي؟


افغانستان د راتلونکې شنبې په ورځ د ( اکټوبر ۲۰ ) د پارلماني ټاکنو کوربه دی خو په دې ټاکنو کې اکثریت کاندیدان ځوانان دي چې عمرونه یې د شلو او څلویښتو کلونو ترمنځ دي.

افغان ځوانان وايي د شنبې ورځې په ټاکنو کې به هغو کسانو ته رایه ورکړي چې واقعا افغانستان او افغانانو ته د خدمت وړتیا لري.

سیاسي شنونکي په راروانو ټاکنو کې ځوان کاندیدان په درې څانگو ویشي. یوه ډله کاندیدان د شتمنو او یا هم جنګسالارانو اولادونه بولي چې د خپلې کورنۍ د نفوذ د دوام لپاره هڅه کوي. دویمه ډله هغه کاندیدان په ګوته کوي چې د حکومت پخواني کارکوونکي دي او غواړي په سیاست کې پاتې شي او دریمه ډله هغه کسان یادوي چې په لوړو زده کړو سنبال دی او د تغیر لپاره هڅه کوي.

د افغانستان د پارلماني ټاکنو د کاندیدانو ډیری پلویان په دې باور دي چې ددوی موکلین به د یو لړ معیارنونو پر بنسټ سیاست د شخصي او کورنیو ګټو پر ځای غوره وګني. د افغانستان ټاکنو ته ډیری کاندیدان له نیمايي څخه د زیاتو افغانانو په پرتله ډیرې زده کړي لري او د بهرنۍ دنیا په کارونو او پرمختگونو خبردي.

یو تن رایه ورکوونکی حسیب الرحمن افغان وايي" افغانستان کې یو شمیر شتمن کسان وو چې خلکو ته یې فایده ونه رسیده خو دا ځل د کاندیدانو زر او زور ته پام نه کوو او هغو کسانو ته رایه ورکوو چې وړتیا ولرو."

د ملګرو ملتونو د وګړو د ادارې په وینا په داسې یوه هیواد کې چې اکثریت نفوس یې له ۲۵ کلونو څخه ټیټ عمر لري اوس دغه ځوانان هڅه کوي چې د خپل هیواد په راتلونکې کې ونډه ولري.

د افغانستان د پارلماني ټاکنو تر ټولو ځوانه کاندیده شپږ ویشت کلنه مریم سما ده چې ټاکنو ته له ټاکل شوي قانوني سن څخه یو کال ډیر عمر لري. د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په وینا د شنبې د ورځې په ټاکنو کې څه باندې پنځوس سلنه کاندیدان ځوانان دي.

د سیاسي چارو کارپوه مشتاق رحیم وايي" ښه خبره داده چې ځوانان په کورني او بهرني سیاست پوهیږي. دوی بهر ته سفرونه کوي، هلته زده کړې کوي او آن نړیوال سیاست تعقیبوي. بنا دا یو لوی خو ښه بدلون دی."

خو د افغانستان اوسني حالت ته په پام، هیڅوک له اوسنیو ټاکنو وروسته د بدلونونو توقع نلري.

XS
SM
MD
LG