په متحده ایالاتو کې مسلمانان او په تیره په دې هیواد کې زیږیدلي ځوان مسلمانان د هغو پراخو خبرو او غوښتنو په اړه اندیښمن دي چې وایي متحده ایالاتو ته په عمومي ډول پر ټولو مسلمانانو د ننوتلو بندیز ولګول شي.
د سې شنبې په ورځ په یو بحث کې چې د امریکا غږ له خوا جوړشوی و، څلورو ځوانو امریکایي مسلمانانو د هغو ستونزو په اړه خبرې وکړې چې په دغه هیواد کې اکثره مسلمان ځوانان ورسره مخامخ دي.
دا بحث د امریکا په پلازمینه واشنگتن کې په نیوزیم کې ترسره شو او کوربه یې د امریکا غږ د افغانستان د برخې د دیجیتل رسنیو مدیر اکمل داوي و.
ښاغلي داوي د پیو د څیړنیز مرکز یوې سروې ته اشاره وکړه چې وایي په امریکا کې شاوخوا درې اعشاریه درې میلیونه مسلمانان ژوند کوي چې دا د ټول نفوس یو فیصد جوړوي.
د دې سروې له مخې تمه کیږي چې د مسلمانانو شمیر به په راتلونکو درې او څلورو لسیزو کې دوه چنده شي او داسې اټکل کیږي چې مسلمانان به تر ۲۰۴۰میلادي کاله پورې په امریکا کې دویم لوی دین وي.
ځوان مسلمانان وايي چې دوي ټول سره ورته ندي. د سنټ لویس اوسیدونکې اویا روز اکتاس وايي د هغې مور یوه امریکايي عیسوۍ ده او پلار یې یو ترکي مسلمان دی.
هغه زیاتوي چې "ډیر ځله خلک هڅه کوي چې د مسلمانانو ټولنه په دوو برخو یعني منځلارو او محافظه کارو وویشي، خو له دې نه پرته، د هغوی ترمنځ نور توپیرونه هم موجود دی او دا هغه حساسه مسله ده چې په متحده ایالاتو کې د اسلام په اړه په خبرو کې ورته دومره پام نه کیږي."
کله نا کله ځوان مسلمانان له یو نه زیات هویتونه لري چې د هغوی ځانګړي خصوصیتوته څرګندوي. د ورجینیا ایالت د سومالي امریکایانو د بنسټ څخه محمد حسین وایي "دا هویتونه نه یوازې د یو مسلمان، امریکايي مسلمان ، سوماليايي، تور پوستې او ځوان په حیث په تو پیرونو ولاړ دي، بلکه یو شمیر نور هویتونه دي چې مونږ یې باید یو ځای کړو. دا کار آسان نه دی. له نیکه مرغه زه همدلته زیږیدلی یم نو ورسره عادي یم، خو زما د مور او پلار په څیر مهاجرین باید دا زده کړي چې څرنګه خپل ځانونه بدل کړي."
د دې بحث گډونوالو له رسنیو سر ټکوو چې په رسنیو کې په هغو پیښو ډیرې تبصرې کیږي چې د مسلمانانو له خوا ترسره کیږي. د جورج واشنگتن له پوهنتون څخه د افغان مور او پلار نه زیږدلې مرسل محمد وویل "زه احساس کوم هرکله چې یو مسلمان داسې یو کار کوي نو په ټولو رسنیو کې خپریږي او ورته زیات پام کیږي، خو که یو غربي همدار کار کوي، نو اغیزه یې دومره نه وي."
په عراق کې زیږیدلي عثمان الطالب چې د ډالاس د سیمې د مسلمانانو د ټولنې څخه دی وایي که ځوانان د کمپیوټر مخې ته په یوازې توګه زیات وخت تیر کړي، نو ښايي تندلارۍ ته زیاته مخه کړي. "نو فکر کوم چې مونږ باید خپل ځوانان وباسو، هغوی جوماتونو، اسلامي ټولنو او سازمانونو ته بوځو او پریږدو چې له نورو خلکو سره په تماس کې وي."
د متحده ایالاتو د مسلمانانو نوی نسل همداراز هغو خبرو نا هیلې کړي دي چې د اسلامي تندلارۍ په اړه کیږي. هغوی غواړي چې ځوانان باید وهڅول شي چې د راتلونکې لپاره خپلې هیلې او پلانونه څرګند کړي.