د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د آصف زرداري پر وتلو بندیز ولګاوه


ښاغلي زرداري په غبرګون کې دغه ټول تورونه بې بنسټه بللي
ښاغلي زرداري په غبرګون کې دغه ټول تورونه بې بنسټه بللي

پخوانی پاکستانی ولسمشر د پیسو د سپینولو او جعلي بانکي حسابونو د لرلو په تور ممنوع الخروج شوی دی.

د پاکستان حکومت ددې هیواد پخوانۍ جمهور رئیس، آصف علي زرداري د نامشروع پیسو په سپینولو او د جعلي بانکي حسابونو د لرلو په تور له دې هیواده ممنوع الخروج اعلان کړ.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، فواد چوهدري په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې آصف علي زرداري او د هغه خور”فریحه تالپور“ د هغو ۱۷۲ کسانو په لست کې دي چې د جعلي بانکي حسابونو او د پیسو د سپینولو تورونه پرې لګیدلي دي.

زرداري له کال ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ پورې د پاکستان جمهور رئیس پاتې شوی و او دا مهال د پاکستان د خلکو د ګوند په مشرانو کې دی. پر ښاغلي زرداري پخوا هم د فساد تورونه شوي و.

ښاغلي زرداري په غبرګون کې دغه ټول تورونه بې بنسټه بللي او د پاکستان اوسنۍ حکومت یې د ”پوځ لاسپوڅی“ ګڼلی.

یوه اونۍ وړاندې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف هم د مالي فساد په تور د اوو کلونو په بند باندې محکوم شوی و.

په زرداري باندې دغه تورونه په داسې ورځ لګول کیږي چې ”د پاکستان دخلکو ګوند“ د دغه ګوند پخوانۍ مشرې بینظیر بهوټو د مړینې یوولسمه کلیزه نمانځله.

XS
SM
MD
LG