د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري: د سیلابونو ویجاړیو جوړول ٣ کاله نیسي


د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري وایي چې کیدای شي درې کاله یا تر دې هم زیات وخت ونیسي چې د څو اونیو د هغو سیلابونو ویجاړۍ آبادې کړي چې په میلیونونو خلک یې بې کوره کړل.

ښاغلي زرداری وویل چی د هغه په گمان پاکستان به په بشپړه توگه ونشی کولای چی د دغو سیلابونو ویجاړۍ آبادی کړی شي.

هغه زیاته کړه چی حکومت په دی باندی کار کوی چی خلک د راتلونکو سیلابونو نه وژغوری.

د بیړنیو مرستو کارکونکو نن د ملک په جنوب کی د نورو سیلابونو نه د ښارونو او کلیو د ساتلو لپاره بندونه جوړول.

د سند د ایالت د شاداد کوټ نه په لس گونو زره خلک ایستل شوي دي.

تر اوسه پورې د ملک پنځمه برخه سیلابونو ځپلی ده. تقریبآ ١٦٠٠ خلک پکی وژل شوي او د خلکو کروندې او څاروي یې تلف کړي دي.

په پاکستان کی د ملگرو ملتونو چارواکي وایی چی د دی سیلابونو د راتلو یوه میاشت کیږی او وضع ورځ په ورځ د خرابیدو په حآل کی ده.

د سرې میاشتی نړیوالی اداری دغه سیلابونه یوه غټه فاجعه بللی او وایی چی په راتلونکې میاشت کی د موسمی بارانونو په راتلو سره داسی ښکاری چی د سیلابونو شدت به نور هم زیات شی.

د دغی اداری نطاقی دوروتی کریمیتساس ویلی چی یو سلو پنځوس زره خلکو ته یی د یوی میاشتی راشن ورکړی خو د اړو خلکو په تناسب دا رقم ډیر کم دی.

هغې وویل چی بله اندیښنه روغتیایی ستونزی دی او هم یی د هغو ماینونو او چاودیدونکو موادو د خطر خبردارۍ ورکړ چی په سیلابونو کی نورو ځایونو ته تیت شوی دی او تر اوسه پوری یی شپږ تنه سخت زخمی کړی دی.

XS
SM
MD
LG