د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان وایي ممکن الظواهري د القاعده د شبکې مشر وټاکل شي


کارپوهان وایي ممکن الظواهري د القاعده د شبکې مشر وټاکل شي
کارپوهان وایي ممکن الظواهري د القاعده د شبکې مشر وټاکل شي

د القاعده د شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته، ممکن چې د هغه مرستیال ایمن الظواهري به یې ځای ونیسي.

د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته اوس دا ګونګوسې روانې دي چې د هغه پر ځای به څوک د القاعده د شبکې مشر ټاکل کیږي. تر ټولو زیات د ایمن الظواهري نوم اخیستل کیږي چې په اصل کې د مصر دی. الظواهري په یوه پیغام کې چې د همدې کال په سر کې خپره شویده داسې وایي.

" الظواهري پدې پیغام کې وایي چې اسامه بن لادن هغه ته وظیفه ورکړیده چې مجاهدینو ته د شریعت او اسلامي احکامو په اړه سلا مشورې ورکړي. "

الظواهري تل د امریکا په خلاف د القاعده د شبکې په استازیتوب پارونکې ویناوې کړیدي. ډیر خلک هغه د القاعده د شبکې مغز بولي او ویل کیږي چې د دغې شبکې د ځینو مشهورو فعالیتونه پلانونه هغه جوړ کړیدي چې پر امریکا باندې د 2001 میلادي کال د سپټمبر د میاشتې حملې هم پکې شاملې دي.

په لندن کې د الحیات د ورځپاڼې مدیر مسؤل او د سیاسي چارو کارپوه محمد صلاح د الظواهري په اړه داسې نظر لري.

" دی وایي ې د القاعده دشبکې اصلی بنسټ ایښودونکی ایمن الظواهري دی، هغه وایي چې الظواهري د دې شبکې لپاره په مصر کې جنګیالي پیدا کول او دا کار د اسامه بن لادن د مالي مرستو او نظریو ورکولو نه زیات اهمیت درلود. "

رپوټ وایي چې الظواهري په اصل کې ډاکټر دی خو هغه هم د بن لادن په شان خپل آرامه ژوند پریښی دی. الظواهري او اسامه بن لادن په افغانستان کې د شوري قواوو سره د جګړې پر وخت ملګري شول خو ویل کیږي چې الظواهري د ځوانۍ د وخت نه سخت دریزه شخصیت ؤ.

د عبدالمجید په نامه یو اسلام پاله چې د 1980 په لسیزه کې د الظواهري سره په قاهرې کې یو ځاب بندي ؤ وایي چې الظواهري په هغه وخت کې نرم مزاجه سړی ؤ او د شعر او شاعرۍ سره یې زیاته مینه لرله.

" عبدالمجید وایي سره لدې چې الظواهري مؤدب او فرمانبرداره دی خو هغه ډیر سرټمبه هم دی. هیڅوک هغه دیته نشي مجبوره کولی چې د خپلې خبرې نه تیر شي. "

دا نده مالومه چې الظواهري په کوم ځای کې پټ دی خو عبدالمجید وایي چې د هغه په ګومان د القاعدې د شبکې د نوي مشر په صفت د ټاکل کیدو لپاره هغه یوازینې شخص کیدلی شي.

XS
SM
MD
LG