د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان په سولې کې د پاکستان نفوذ ته غاړه نه ږدي


Karzi
Karzi

دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزي د اگست په شپږویشتمه اسلام اباد ته د خپل سفر په وخت کې د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره خبرې وکړې. د جمهور رئیس کرزي د سفر هدف دادی چې اسلام آباد، د کابل دحکومت او طآلبانو ترمنځ سولی کې همکاري وکړي چې په افغانستان کې دغه روانه جگړه نوره ختمه شي.

د افغانستان د چارو تحلیلگر وحید مژده وایي پاکستان تل دوه کوششونه درلودل:
یو دا چې د افغانستان او د پاکستان د طالبانو ترمنځ اړیکې وشلیږي، او بل دا چې د افغانستان طالبان د خارجیانو سره په مستقلانه توگه خبرې و نه کړي.

وحید مژده وایي د پاکستان توانمندي او د افغانستان توقعات ډیرفرق لري.

ښاغلی مژده وايي، افغان طالبان د سولې په مسله کې د پاکستان اثر رسوخ ته غاړه نه ږدی، هغوی خپل دریځ لري.

طالبانو ویلي دي چې په دې باره کې د افغانستان د حکومت سره نه ، بلکه مخامخ د امریکا سره غږیږي. خو کله چې د خبرو دپاره لاره جوړه شوه، هغه د شروع کیدو نه مخکې، د امریکا دلاسه ورانې شوې او په قطر کې، د هغه دفتر د تړل کیدو سبب شوې چې د مذاکرو دپاره پرانستل شوی ؤ.

د افغانستان ط‍البان وايي د سولې خبرې هغه وخت کیدی شي چې امریکا د افغانستان نه د خپلو پوځیانو بشپپړ وتل اعلان کړي.

دوحید مژده دا خبرې د زیبا خادم سره په مرکه کې کړیدي.

دا مرکه دلته اوریدی شې.
please wait

No media source currently available

0:00 0:13:14 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG