د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائیه ریاست په افغانستان کې د کورنۍ جګړې احتمال رد کړ


احمد ضیا مسعود ویلي چې جمهور رئیس د هغه د ګوښه کولو حق نه لري

د افغانستان اجرائیه ریاست، په هیواد کې د کورنۍ جګړې او بحران په اړه د احمد ضیا مسعود څرگندونو ته په غبرگون کې ویلي چې د کورنۍ جگړې د پیښیدو په هکله هیڅ ډول اندیښنه نشته.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا د احمد ضیا مسعود د ګوښه کولو پریکړه د ولسمشر خپله پریکړه ده چې د خپل انتخاباتي سیالیو د ټیم د یو غړي په اړه یې کوي. ښاغلي رحیمي دا هم وویل چې په دې هکله له اجرائیه رئیس عبدالله سره سلامشوره نه وه کړې.

ښاغلي رحیمي وویل "زه فکر نه کوم چې ښاغلي مسعود به د کورنۍ جګړې په اړه خبرې کړي وي او مونږ هم ورڅخه دغسې کومه خبره نه ده اوریدلې".

د ښاغلي رحیمي په وینا ښاغلي مسعود په خپلو خبرو کې پر دې ټینګار کړی چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان سولې، استقرار، ثبات او ملي اجماع ته اړتیا لري او کله چې په بیړه پریکړې کیږي، احتمال لري دا بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

ښاغلي رحیمي وایي "د دیموکراسۍ په بهیر کې اختلافات رامخ ته کیږي، ائتلافونه ماتیږي او مخالفتونه رامنځ ته کیږي، خو دا په هیڅ ډول په دې معنی نه دی چې خدای مه کړه مونږ د کورنۍ جګړې او بې ثباتۍ په لور لاړ شو". د اجرائیه ریاست ویاند وویل چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې او بحران په برخه کې هیڅ اندیښنه نشته.

احمد ضیا مسعود د جمهور رئیس غني له خوا له کاره د ګوښه کولو یوه ورځ وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې جمهور رئیس د هغه د ګوښه کولو حق نه لري.

ښاغلي مسعود ویلي وو "که جمهور رئیس دا شوق لري، چې په هیواد کې بې ‌ثباتي وي، ناامني وي او یا خدای مه کړه زمونږ په هیواد کې کورنۍ جګړې پیل شي او مونږ ونشو کولای چې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ پړاونه ووهو، هغه په جمهور رئیس پورې اړه لري. خو زه ورته داسې وایم، چې ښاغلی غني زمونږ په هیواد کې د یوې بلې سیاسي بې ‌ثباتۍ لپاره زمینه مه برابروه، د دې لپاره چې نور زمونږ خلک د سیاسي بې ‌‌ثباتۍ، ناامنۍ او کورنۍ جګړې زغم او طاقت نه لري."

ښاغلي مسعود په عین وخت کې له جمهور رئیس غني څخه غوښتې وو چې د ده په اړه دې خپله پریکړه بیرته واخلي او دا یې هم ویلي وو چې اوس له خپلو پلویانو سره په سلا مشورو بوخت دی، چې له سلامشورو وروسته به د خپل راتلوونکي اقدام په اړه پریکړه وکړي.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست په حکومت کې د چارواکو ګوښه کول او ګومارل د یو معمول عمل برخه ګڼلې او ویلي دي چې جمهوررئیس غني ځکه له کاره د احمد ضیا مسعود ګوښه کولو پریکړه وکړه چې د جمهوري ریاست د ویاند د مرستیال دواخان مینه پال پروینا هغه په خپل کار کې بریالی نه وو.

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان وايي چې د احمد ضیا مسعود ګواښونه که په رښتیا ډیر اغیزمن نه وي، نو لږ ترلږه د خلکو پر روحیې باندې ناسمه اغیزه کولی شي.

XS
SM
MD
LG