د لاس رسي وړ اتصالات

زمبابوې او هالنډ د کرکټ نړیوال جام ته لار ومونده


د زمبابوې او هالنډ کرکټ ملي لوبډلو جمعه جولای ۱۵ (چنګاښ۲۳) د ۲۰۲۲ کال د شلو شلو اورونو د نړیوال جام د غوراوۍ سیالیو په نیمه پای لوبو کې لوبې وګټلې او پدې سره یې په اسټرالیا کې د نړیوال جام سیالیو کې خپل ځای پیدا کړ.


زمبابوې په نیمه پای لوبې کې د پاپوا نیو ګیني او هالنډ بیا د امریکا متحده ایالاتو لوبډلې ته ماتې ورکړه. زمبابوې پخپل نوبت کې په شلو اورونو کې ۱۹۹ منډې کړې و خو مقابلې لوبډلې بیا یوزاې ۱۷۲ منډې وکړلې.

په عین حال کې بیا امریکا د هالنډ لوبډلې ته په نیمه پای لوبې کې یوازې د ۱۳۸ منډو هدف ورکړی و چې د لوبې په شلم اور کې پداسې حال کې پوره شو چې د هالنډ یوازې ۳ لوبغاړي سوځيدلي و.

ټاکل شوې په اسټرالیا کې د ۲۰۲۲ کال د شلو شلو اورونو نړیوال جام په سیالیو کې دا ځل ۱۶ لوبډلې برخه ولري چې د اکتوبر د میاشتې په ۱۶مې پیلیږي او وروستۍ یا فاینل لوبه به یې د نومبر په ۱۳مې وي.

افغانستان، اسټرالیا، بنګله دیش، انګلستان، هند، آیرلنډ، نمیبیا، نیوزلینډو، پاکستان، سکاټلنډ، جنوبي افریقا، سریلانکا، عربي متحده امارات او ویسټ انډیز نورې هغه لوبدډلې دي چې دې سیالیو ته یې وار د مخه لار موندلې.

اسټرالیا تیر ځل د دې لوبو اتلولي ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG