د لاس رسي وړ اتصالات

د رابرټ موگابي مړینه؛ د خپلواکۍ اتل که مستبد واکمن؟


رابرټ موگابي چې ٣٧ کاله په زیمبابوی کې واکمن و د ٩٥ کالو په عمر له دنیا سترگې پټې کړې.

ښاغلي موگابي د گریلایي قواو د قوماندان په توگه په ١٩٨٠ کال کې د سپین پوسته اقلیت واکمني ختمه او زیمبابوی خپلواکه کړه، خو د نژدې څلور لسیزو استبدادي واکمنۍ په ترڅ کې خپل مخالفین وځپل او هیواد یې د فقر، روغتیایي ستونزو او کورني کړکیچ سره مخامخ کړ.

موگابي په هیواد کې د څو کلونو کورنۍ جګړې وروسته هڅې وکړې تر څو خلک د ملي پخلاینې له بهیر سره یوځاې شي او تیرې جګړې هیرې کړي. موګابې د خپل قدرت په لومړیو ورځو کې د زمبابوې په روغیتایي او د زده کړې سیستم کې ګڼ اصلاحات راوستل چې خلکو یې ګرم هرکلی کړی و.

خو د وخت په تیریدو سره یې د خپلو سیاسي مخالفینو د زغملو حوصله له لاسه ورکړه او د هغو کسانو په رټلو او غلي کولو یې پیل وکړ چې د ده له نظام سره یې مخالفت درلود. په همدغو کلونو کې موګابي باندې د بشر د حقونو د نقض او ټاکنو کې د درغلیو تورونه هم ولګیدل.

ښاغلي موګابي په ۲۰۱۸ کال کې له امریکا غږ سره په یوې مرکه کې د دغو ټولو تورونو په وړاندې خپله دفاع کړې وه او اویلي یې وو ”په هغو کلونو کې ما تل د قانون پلي کولو هڅه کړې وه. غوښتل مې چې داسې یوه فضا رامنځ ته کړم چې خلک په کې په آزادۍ سره ژوند وکړي“.

وروسته له هغې چې موګابي د ډیر عمر لرلو له کبله نه شو کولی حکومت وکړي، د هغه میرمنې هڅه کړې وه چې د موګابي ځاې ناستې وټاکل شي. په داسې حال کې چې د هغه میرمن د خلکو تر منځ دومره محبوبه نه وه.

په پای کې د زیمبابوې اردو د ټولو دولتي ادارو کنټرول ترلاسه کړ او ښاغلی موګابي یې په ۲۰۱۷ کال کې مجبور کړ چې له قدرت نه لاس واخلي. له هغه وروسته د موګابي معاون، ایمرسن منانګاګوا د دولت واګي په لاس کې واخیستې.

ښاغلی منانګاګوا چې ډیر کلونه د ښاغلي موګابي معاون پاتې شوی او له هغه سره یې کار کړی و، د موګابي له محکمه کولو یې ډډه وکړه او وویل ”هغه (رابرټ موګابې) د زیمبابوې بنسټ ایښودی، هغه د آزادې زیمبابوې بنسټګر دی. “

د موګابي په مړینه د داسې شخص ژوند پاې ته ورسید چې نوم یې له کلونو کلونو راپدېخوا د زیمبابوې له نوم سره یو ځاې اخیستل کیده.

XS
SM
MD
LG